غریبه نجلۍ

ښوونکې په ډېرې غصې کتابچه په مېز ووهله او غږ يې وکړ:

-         سارا!!!!

وړه نجلې له ځایه پاسېده. خپل سر يې ښکته واچوه، لاړه، د ښوونکې د مېز مخې ته ودرېده او په لړزیدلي غږ يې وویل:

-         بلې ښوونکیه!

ښوونکې له غوصې نه لړزېده. د ماشومې معصومو سترګو ته يې په ځیر ځیر وکاته او په غوصه کې يې ورته ته وویل:

-         څو کرته درته ووایم چې خپلې کورنۍ وظیفې سمې ولیکه او خپله کتابچه مه شلوه! سبا ته دې مور ته ووایه چې درسره ښوونځي ته راشي! غواړم د تنبلې لور په اړه يې ورسره خبرې وکړم.

په داسې حال کې چې وړې نجلې خپل لاسونه په خپلو تخرګونو کې نیولی وو او سر يې ښکته زړوند وو، د خپلې خولې لیاړې يې تېرې کړې او په آرام غږ يې وویل:

-         ښوونکیه! مور مې ناروغه ده... مګر پلار مې وايي چې د میاشتې په پای کې يې ورته معاش ورکوي... بیا به مې مور بستره کړي او بیا به يې له ستونې نه وینه نه راځي... بیا به مې پلار وړې خور ته وچې شېدې هم واخلي او خور به مې بیا تر سبا نه ژاړي... وعده کوم چې که بیا مې... بیامې له پلار سره پېسې پاتې شوې، ځانته به پرې نوې کتابچه واخلم... بیا به خپلې ډکې شوې کتابچې دوهم ځل نه پاکوم او دوباره به پرې لیکل نه کوم... وعده کوم چې بیا به خپل کورنې وظیفې...

ښوونکې خپله څوکۍ د تختې لورته تاوه کړه سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او ويې ویل:

-         سارا! ځه! کښېنه!

لیکوال:انهاج عبیدي

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۶ سنبله ۱۳۸۹

۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفاراډیو اداره، جلال آباد