مذدور ماشوم

کوچنی ماشوم درملتون ته ننوت، د درملو یو کارتن يې د ټیلیفون خواته ور نږدې کړه. د کارتن د پاسه ودرېد څو لاس يې د ټېلېفون بټنو ته ورسي، او اووه رقمیزه شمېره يې ټېلېفون ته ورکړه.

د درملتون خاوند ورته متوجه وو او د هغه خبرې يې اورېدې.

ماشوم پوښتنه وکړه:" مېرمنې! کولای شم لتاسو نه هیله وکړم چې د چمنونو ریبل ماته راکړئ؟"

ښځې  ځواب ورکړه:" دا کار یو بل کس راته کوي"

ماشوم وویل:" مېرمنې! زه به دا کار د هغه نه په نیمه بیه وکړم"
ښځې يې په ځواب کې وویل:"  نه ، زه د همغه کس له کاره خوښه یم".

ماشوم بیا هم ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه:" مېرمنې! زه به درته پیاده رو او د کور مخه هم پاکوم، بیا به د یکشنبې په ورځ په ټول ښار کې ستاسې چمن تر ټولو ښکلی وي"

بیا هم ښځې منفي ځواب ورکړه.

ماشوم په داسې حال کې د ټېلېفون غوږي کېښوده چې یوه له معنی ډکه مسکا يې پر شونډو خوره وه.
د درملتون خاوند چې تراوسه يې د هغه خبرو ته غوږ نیولی وو، د هغه څنګ ته ورنږدې شو او ورته يې وویل:" زویه... ستا چلند مې ډېر زیات خوښ شو؛ دا چې ډېر ښه خوي او ډېر ښایسته اخلاق لرې، غواړم کار در کړم".

ماشوم مسکی شو او ځواب يې ورکړه:" نه، مننه. ما یواځې خپله کړنه معلوموله، زه همغه کس یم چې د همدې مېرمنې لپاره کار کوم"


لیکوال: امیر عباس انصاری

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۱ سنبله ۱۳۸۹

۲۳ اګست ۲۰۱۰

12:24 AM

د صفا راډیو اداره، جلال آباد