وروستی دیدن
شپه له نیمايي تېره وه. نرسه په هغه ځوان چې د چپرکټ بلې غاړې ته ولاړ وو او سپین ږیري ته يې ډېر خپه خپه کتلو، سترګې ګنډلې وې.
مخکې لدېنه چې سپین ږیری بې هوشه شي، خپل زوي ته به يې آواز کاوه.
نرسه سپین ږیري ته نږدې شوه او د هغه په غوږ کې يې وویل: " زوی دې راغلی، بالاخره هغه راغی"
ناروغ په ډېر زحمت سره خپلې سترګې پرانیستې او د خپل زوي سیوری يې ولیده چې د اکسیجن د خلتې ترشا ولاړ وو.
د ناروغ زړه درېدلی وو او ډاکترانو نور د هغه د ژوندي پاتې کېدو هیله نلرله. سپین ږيري په ډېر آرامتیا سره خپل لاس اوږد کړه او د خپل زوي ګوتې يې ونیوې. مسکی شو او خپلې سترګې يې پټې کړې.
نرسې د بل چپرکټ له غاړې نه چې یوه وړه انجلۍ په کې پرته وه، یوه چوکۍ راواخسته او ځوان ته يې د کښېناستو بلنه ورکړه او خپله له خونې بهر شوه. ځوان د سپین ږیري لاس په خپل لاس کې کلک نیولی وو او ډاډګیرنه يې ورکوله.
سهر مهال د سپین ږيري حال خراب شو. ځوان په ډېرې چټکۍ سره د خطر زنګ وواهه. نرسه په ډېرې چټکۍ سره خونې ته ننوته او د ناروغ معاینات يې پېل کړه، مګر ناروغ له نړې نه سترګې پټې کړې وې.
زلمي په ډېرې ناراختۍ سره مخ نرسې ته واړوه او پوښته يې ځني وکړه:" وبخښئ! دغه سپین ږیری څوک وو؟"
نرسې په ډېرې حېرانتیا وویل:" ولې هغه ستاسې پلار نه وو؟"
زلمي ځواب ورکړه:" نه، تېره شپه چې کله د خپلې لور پوښتنې ته راغلم، همغه لومړی ځل وو چې دغه سپین ږیری مې ولیده." او بیا زلمي هغې وړې نجلۍ ته چې په بل چپرکټ کې پرته وه، اشاره وکړه.
نرسې بیا په حېرانتیا سره پوښتنه ځني وکړه:" پس ولې دې په همغه شېبه ونه ویل چې ته يې زوي نه يې؟"
زلمي ځواب ورکړه:" پوه شوی وم چې سپین ږیري غوښت چې له مرګ نه وړاندې خپل زوي وویني.، مګر زوي يې نه وو راغلی. کله چې هغه زما لاس کلک ونیو، هغه وخت پوه شوم چې هغه دومره سخت ناروغ دی چې نشي کولای زما او د خپل زوې ترمنځ توپیر وکړي. زه پوهېدم چې هغه مهال هغه راته څومره اړتیا لرله...
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد