د هیلو شمع

څلور شمعې په یوه توره تیاره خونه کې قرار قرار سوځېدل. په آرامه چاپیریال کې د ددغو څلورو شمعو د خبرو ټیټ غږ اورېدل  کېده.

لومړۍ شمعه:" زه سوله او آرامي  یم. مګر هیڅوک نشي کولای چې زما رڼا ژوندۍ وساتي. زه باور لرم چې زه به ډېر زر مړه شم"

شېبه وروسته د سولې او آرامۍ شمع مړه شوه.

دوهمه شمعه: " زه ایمان یم. ډېر انسانان راته نور په ژوند کې اړتیا نلري. پس کوم دلیل زما د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره نشته"

شېبه وروسته د یوه تازه نسیم په لږېدو سره د ایمان شمعه هم مړه شوه.

د ریمه شمعه په نارامۍ وویل:" زه مینه یم، مګر ددې توان نلرم چې نور ژوندی پاتې شم. انسانانو زه له خپله ژونده یوې غاړې ته کړی یم او زما په ارزښت نه پوهیږي"

او په دې سره د مینې شمعه هم مړه شوه.

ناڅاپه یو ماشوم دغې خونې ته را دننه شو او درې مړې شمعې يې ولیدلې. ماشوم په ژړا شو او په ماشومه ژبه يې وویل:

"تاسو ولې مړې شوي يې؟ تاسې باید تر اخره روښانه پاتې شئ"

په دې وخت کې څلورمه شمع وویل:

"خپه کېږه مه! تر څو چې زه یم، کولای شو نورې شمعې یو ځل بیا روښانه کړو. زه هیله یم"

په داسې حال کې چې د ماشوم له سترګو نه د هیلو اوښکې بهېدې، د ( هیلو )شمعه يې پورته کړه او نورې مړې شوې شمعې يې پرې ورښانه کړې.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۹ اسد ۱۳۸۹

۲۰ اګست ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد