ژوند
د پوهنتون د دورې څو ملګري چې بېلابېلې دندې يې لرلې او په خپل ژوند او کار کې بریالي ول، ډېره موده وروسته سره پوهنتون ته لاړل او غوښتل يې چې له خپلو استادانو سره وګوري. هغوي خپل یو استاد سره ناست ول او د معمول سره سم يې ډېری خبرې له ژوند څخه ګلیې وې. د خبرو پر مهال يې استاد هغوي ته قهوه تیاروله. هغه ګرمه قهوه تیاره کړه، پر مېز يې کېښود او له هغوي څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانته قهوه واچوي.
د مېز د پاسه ډول ډول ګیلاسونه ایښي ول، پلاستیکي، چیني، بلور او نور. کله چې ټولو محصلینو ځانته قهوه واچوله او هر یو خپل ګیلاس په خپل لاس کې نیولی وو، استاد د تل په شان په آرامه او مهربانه لهجه وویل: هلکانو! وګورئ! تاسو ټولو ښکلي ګیلاسونه ځانته غوره کړل او اوس یواځې ارزانه او بدرنګه ګلیلاسونه پر مېز باندې ایښي دي.
د استاد خبرو محصلین حیران کړي ول، غلي ناست ول او استاد خپلو خبرو ته په دې ډول دوام ورکړه:
" په حقیقت کې تاسې چې څه غوښتل، هغه قهوه وه، نه ګیلاس. مګر تاسې ښکلي ګیلاسونه ځانته غوره کړل، او په همدې حال کې ستاسې پام د نورو ګیلاسونو ته هم وو. ژوند هم قهوه او دنده، حقوق او ټولنیز مقام د هغه لوښی دی. دغه لوښي ژوند ښکلی کوي، مګر د ژوند کیفیت یا څرنګوالي ته بدلون نه ورکوي. کیدای شي چې بېلابېل ګیلاسونه د قهوې په څښلو کې ستاسې علاقې ته بدلون ورکړي، مګر که ستاسې زیاته پاملرنه د ګیلاسونو ښکلا ته وي، نو تاسې به ارزښتمند څیزونه لکه د قهوې کیفیت، له لاسه ورکړې. پس لدېنه وروسته کوښښ وکړئ چې خپل نظر له ګیلاس څخه لرې کړئ او اوس چې سترګې مو پټې کړي، د قهوې له څښلو څخه خوند واخلئ" .
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد