سخاوت
ماشوم آیسکریم خانې ته دننه شو او په چوکې کښېناست. د آیسکریم خانې شاګرد ورته یو ګیلاس اوبه ورکړه. ماشوم پوښتنه وکړه:« یو قاب آیسکریم په څو دی؟».
شاګرد ځواب ورکړه:« ۵۰ سنټه».
هلک خپل جب ته لاس کړه او خپلې پېسې يې وشمېرلې. بیايې پوښتنه وکړه:« یو ساده قاب آیسکریم په څو دی؟».
په دې وخت کې نور مشتریان هم د خالې چوکې په انتظار ولاړ ول. شاګرد په غصې ځواب ورکړه:« ۳۵ سنټه».
هلک بیا خپلې پېسې وشمېرلې او ويې ویل:« مهرباني وکړئ یو ساده قاب آیسکریم راته راوړئ».
شاګرد ماشوم ته آیسکریم راوړه او د خپل کار پسې لاړ. ماشوم د آیسکریم له خوړلو نه وروسته پېسې په بکس کې واچاولې او لاړ.
کله چې شاګرد بېرته راوګرځېد نو هغه څه چې يې ولیده حیران شو. هلته د تش قاب سره ۲ پنځه ګونې، او ۵ یو ګونې سکې ایښې وې، او لیکلې يې وه:« ستا شاګردانګي».
ژباړن : شیرین اغا جهانګیر
هرات