مور
سړی د ګلونو د هټۍ مخ ته ولاړ وو. غوښتل يې خپلې مور ته چې په بل ښار کې اوسېده، د یوې ګېډۍ ګلانو فرمایش ورکړي او د پوسته خانې له لارې يې ورته ته ولېږي.
کله چې د ګلونو د هټې نه بهر شو، یوه نجلۍ يې ولیده چې د سړک په غاړه کې ناسته وه او په کړس کړس يې ژړل.
نجلۍ ته نږدې شو او ور نه يې پوښټنه وکړه:« ښکلې نجلۍ! ولې ژاړې؟».
نجلۍ ژړله او ويې ویل:« غوښتل مې خپلې مور ته د زیړو ګلو یوه ګېډۍ واخلم، مګر لماسره یواځې ۷۵ سنټه دي او د ګلونو قیمت ۲ ډالره دي».
سړی مسکې شو او ويې ویل:«له ما سره راشه، زه به درته د ګلونو یوه ښکلې ګېډۍ واخلم».
کله چې د ګلونو له هټۍ نه راووتل نو سړي له نجلۍ نه وپوښتل: «مور دې چېرته ده؟ غواړم تا ورسوم».
نجلۍ د سړي لاس ونیو او ويې ویل: «هلته»، او د سړک د بلې غاړې هدیرې ته يې اشاره وکړه.
نجلۍ ېې هدیرې ته بوتله. نجلۍ د یو تازه قبر د پاسه د ګلو ګېډۍ کېښود.
سړی خپه شو. د ګلونو هټۍ ته بېرته ستون شو. د ګلونو ګېډۍ يې چې غوښت يې خپلې مور ته د پوسته خانې له لارې ولېږي، بېرته واخست او ۲۰۰ میله په خپل موټر کې لاړ ترڅو په خپل لاس ګل مور ته ورکړي.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
هرات
۲-۱۲-۲۰۰۹