پرهرزړه!


قسم په خداي ډيرژړيــــــــــــدلى يمه

پاس له ګړنګه رالوېدلى يـــــــــــــمه

پرهرپرهر زخمي زخمي يــــــمه زه

ډيرکړېدلى، ځورېدلى يـــــــــــــــمـه

څوک ددوااودتــــــــــــــپوس نـه لرم

په زړه غمجن يم دردـــــــــــېلى يـمه

قسمت مي خواردى ،بدنصـــيبه يــمه

په سرولمبوکي سوزيـــدلى يـــــــــمه

پرګريوانه مي مدام اوښکې څــاڅــي

څيرې ګريوان هرچاليدلى يــــــــــمه

ګنامې داده چي افغان يمـــــــــــــه زه

هرکس ناکس په زړه ويشـــــتلى يـمه

بله ګنامې اسلامــــيت ګـــــــــــــــڼمه

( امانه ) بــــس کړه پوهــــيدلى يـــــمه


      امان الله امان نورستانى