دافغانستان دوشمنان چي کله په دولتي اهدافوبريد ترسره کوي نو دوي دملکي خلکوڅخه دسپرپه توګه کاراخلي
هر افعان چي له کوره وځي يا دخپلي حلالي نفقي دپيداکولولپاره کارته ځي نوداويره ورسره وي چي اوس به بم الوځي اويابه له ددولت مخاليفينوله خوا بريد ترسره کيږي لنډه داچي دخپل کارترپايه ورسره دا سوچ وي چي اوس به څه کيږي که چيرته په ګڼه ګوڼه کي کار کوي نوبيا خوورسره داسوچ وي چي اوس به انتهاري حمله کيږي ياکه په لويه لاره سفرکوي نودخپل مال اوپيسوغم ورسره وي داځکه چي د طالبانوله نامه غله غلطه استفاده کوي اولوي لاري شوکوي او مسافرين تکليفوي چي په دغه عمل سره عام خلک ډيرپه تشويش کي وي
يوخوا عام مسکين افغانان په جنګونوکي مړه ياټپيان کيږي بلخوازياتره وخت دافعانستان دوشمنان زمونږديني عالمان زمونږ انجينران زمونږاستادان اوداسي نورډيردکارسړي راوژني اودبدبختيولورته موبوځي زمونږاستادان وژني اوزمونږماشومان له زده کړي بي برخي کوي
داسي نورډيري ميندي خپل بچي اوبچي خپل ژوندچي مورده له لاسه ورکوي ورور ورور له لاسه ورکوي خواوس پوِښتنه داده چي دغه بدبختي به لاترکومه روانه وي ؟اودغي بدبختيوته به څوک دپايي ټکي کيږدي؟
زه وايم چي دادافغانستان دوشمنان نه بلکي دپښتنودښمنان دي ځکه که ددولت مخاليفين دي اوکه په دولت کي دي ټول چي وژل کيږي يواځي اويواځي پښتانه وژل کيږي دغه دبدبختۍ اوريواځي په پښتونستان کي بل دي
اوزمونږدقدروړعالمان اوسياسي رهبران راوژني
دغه دافغانستان دوشمنان زمونږراتلونکې نسل له منځه وړي اوقصدآ پښتانه بي علمه اوبي سواده ساتي زمونږدماشومانودلوبوځايونه ورانوي مکتبونه يي ورانوي مکتب ته له تلويي منعه کوي
افغانستان به هغه وخت دترقۍ په لورګامونه واخلي چي زمونږورونه چي په سمه کي دي اوکه په غره کي دي سره يوشي او دافغانستان دوشمنان له دي ملکه وشړي
دافغانستان دوشمنان يواځي اويواځي دپيسوپه بدل کي زمونږ دميندوخويندواووروڼوژوندراڅخه اخلي زمونږ وطن راورانوي
نونوربس دي راځي چي داخپل وطن په علم عرفان جوړکړو خپلوماشومانواوراتلونکي نسل لپاره ښه مترقي افغانستان ولرونورنوخپلوکي سره صلحه وکړواودغه وسلوال له خپل وطنه وباسو

عبيدالله قانع