څوبې ننګه راشي رانه ننګ په قباله واخــــــــلي

غيږي نه دښکلي رباب ترنګ په قباله واخـــــلي

 

خداى که رحم وکړي څه ناشناخلک راولـــــيږي

ښکلي راته پريږدي اوبدرنګ په قباله واخـــــلي

 

ماته مي شپيلۍ کړي راله راکړي دټوپک ګولـۍ

پيغلونه دشنوبنګړيوشرنګ په قباله واخلـــــــــي

 

خدايه دسرونوسوداګرخودلته ښه ډيــــــــــــردي

نشته داسي څوک چې رانه جنګ په قباله واخلي

 

مېنه رانه لوټ کړي اوګريوان مې کړي تڼۍ،تڼۍ

څوک رانه په زور دجانان څنګ په قباله واخـلي

 

                  سميع الله تړون