هریوا پښتوادبي نیټ
احمدشاه بابا
ستا دعشق له وينو ډک سوه ځيګرونه
ستاپه لاره کي بایلي زلمي سرونه
که هرڅومي ددنیا ملکو نه ډېرسي
زمابه هېرنسي داستاښکلي باغونه
دډهلي تخت هېرومه جي رایادسي
زمادښکلي پښتون خوا دغروسرونه
احمدشابه دغه ستاقدرهېرنه کا
که ونيسي دتمام جهان ملکونه
[دسپیني ادې ابي اوکلتوري ټولنه هرات]
12.07.2013
- هریوا نیټ
[هریوا پښتوادبي نيټ]
نعت شریف
څومره ښکلی قدردان یې محمده
دجهان پر خلګو ګران یې محمده
هر طبيب داسي علاج کولای نه سي
ته زما دزړه درمان یې محمده
درودسلام محمدي در باندي وایم
همېشه په هر زمان یې محمده
[دسپيني ادې کلتوري ادبي ټولنه]...
12.07.2013
- هریوا نیټ
هریوا پښتوادبي نیټ]]
دروېش درانی
څالاک دښمن یې ننداره له لري لري کوي
دوی په خپل منځ کي يوپربل بل باندي لښکري کوي
مه وایه داچي له الوته سره سم به کارسي
داځل مېږیان نه دي دمار بچي وزري کوي
مولا دي خیر کړي چي لښکرمو روانيږي جنګ ته
ترتوره مخکي هرسپاهي طلب دزغري کوي
داسپېره کاڼي چي نه خوله لري نه ژب...