هریوا پښتوادبي نیټ]]

دروېش درانی

څالاک دښمن یې ننداره له لري لري کوي

دوی په خپل منځ کي يوپربل بل باندي لښکري کوي

مه وایه داچي له الوته سره سم به کارسي

داځل مېږیان نه دي دمار بچي وزري کوي

 مولا دي خیر کړي چي لښکرمو روانيږي جنګ ته

 ترتوره مخکي هرسپاهي طلب دزغري کوي

داسپېره کاڼي چي نه خوله لري نه ژبه لري

وایي داهم دیوچاچا سره خبري کوي

دروېشه قام دي دغفلت په داسي خوب ويده دی

نه اذان اوري نه اثرپرې ستا سندري کوي

       [دسپیني ادې ابي ټولنه هرات]