[هریوا پښتوادبي نيټ]

 

نعت شریف

څومره ښکلی قدردان یې محمده

دجهان پر خلګو ګران یې محمده

هر طبيب داسي علاج کولای نه سي

ته زما دزړه درمان یې محمده

درودسلام محمدي در باندي وایم

همېشه په هر زمان یې محمده

[دسپيني ادې کلتوري ادبي ټولنه]