[هریوا پښتوادبي نيټ]

احسان الله جرس

لکه یوڅاڅکی چي داوښکوپر باڼه دی ولاړ

داسي مي یاردزړه جومات کي پرلمانځه دی ولاړ

اوس دبېلتون دسره لښکره څخه نه بېرېږم

دښکلا یادیې نن په څېر دپښتانه دی ولاړ

زمادزړه په کورکي اوسي مینه ډېره وخته

دکينې کلی بل ځای ګوره دلته نه دی ولاړ

دوخت اغیارهمدا سنګر مي ونیسي ژر

مګر دمیني مي بیرغ دزړه پرغره دی ولاړ

دغه جرس بهوروڼوڅنګه خوشحالي نه کوي

چی یۍ یارمخته پر ټټر دبېلتانه دی ولاړ

[دسپيني ادې کلتوري ادبي ټولنه]