[هریوا پښتوادبي نيټ]

جهاني

ستا خیالونه مي جانانه رایاديږي کله کله

تېره غشي دیادونوراوریږي کله کله

نه پرهاردهېرېدودی نه مي رنځ دجوړېدودی

ترزړګي مي زخمي ويني را څڅیږي کله کله

زمادعمر ترخزانه نصیب اوښکي تویولې

ترمزاره به مي شمعي رارسیږي کله کله

له مطرب سره به ژاړي زمابوډۍ بوډۍ غزلي

پرشهباز به مي نظمونه را شرنګیږي کله کله

زه مین پرارغوان یم زما پر قبر دي هېر نه سي

چي په یاد مي دسپر لیو زرغونیږي کله کله

[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]