[هریوا پښتوادبي نيټ]

احمد فاني

ناپاکه زړونه هيڅ احساس نه لري

پیکه هنداره انعکاس نه لري

زموږ دکلي ملک دومره دی لټ

جنګ ته په دې نه ځي چي آس نه لري

په هغه ملک کي څوک جګړه څه کوي

په خزانو کي چي الماس نه لري

دا نا پوهان هم کله کله ښه وي

دقتل عام په بم کي لاس نه لري

احمد فاني خلګ ترغرونو لوی دي

لار پر سرونو باندي پاس نه لري

[دسپيني ادې ادبي ټولنه]