[هریوا پښتوادبي نيټ]

      [احسان الله درمل]

مرګ که کار  دژوندتمام کړي نور به څه وکړي

هسي به په مړو ځان بد نام کړي نوربه څه وکړي

خاوري مي ساقي ته دپښتون خمار غرور مه سه

مړه خونسکور به راته جام کړي نوربه څه وکړي

خیر درقیبانوپه پخه مینه کي غواړمه

ښه ده خپل ځانونه خوبه خام کي نور به څه وکړي

غله  دهوس هم دخپل ښایست له ښاره مه شړه

را دي سي خپل زړونه به لیلام کي نوربه څه وکړي

څومره چي یاران خاوري زما پر نامه اړوي

خپله به دخلګو را ته پام کي نور به څه وکړي

ښکلي که هر دم زړه ماتوي زما په مایې څه

کم به دخپل حسن یو غلام کړي نوربه څه وکړي

[دسپيني ادې ادبي ټولنه]