[هریوا پښتوادبي نيټ]

عبدالله ستوری

مومنه ستاڅخه ددنګي غاړي هار غواړي

دروژې میاشت دعبادت ښکلی سنګارغواړي

دایاتونو ګل ګلاب خدای پکښ وکرله

اوبه دذکر ،ددرودونو ،استغفار غواړي

دعزازيل سرکښي سترګي کړې په خاورو توري

درحمت پې غله ده ذلیله سپی اغیار غوړي

په یارانه کي یې دخدای درضا څرک ځليږي

ستاسه دسپیني یارانې دتړون تارغواړي

ستورې داښکلې نازولې درحمت ډالۍ ده

له هروبدو سه پرهېز ښکلی کردارغواړي

[دسپيني ادې ادبي ټولنه]