ډير ګرانه وروره عبدالنافع ثنا جانه ډير خوشحاله شوم چې ستا په زړه پوره ويب بلاګ مي وليده . ما مخته تر دې نه وه ليدلى لومړى پلا مې وليده ډير خوشحاله شوم او دزړه له كومي درته مباركې وايم او هم درته دلابريا وو غوښتنه دڅښتن تعالىٰ څخه دژوند په ټولو چاروكې كوم .

دادي يو : غزل به هم درته واستوم :
لمړي هم يوه څلوريزه :


سمــــــــــــــه ليوني ده خـــــــيرده ښـــــــه به شي
ښــــــــــــــــكلي ترسپوژمۍ ده خيره ښــــه به شي
خــــــــــــيرده چې په دود او دســــــــــتورپوه نه ده
خامـــــــــه خوله جــــــــــيني ده خيرده ښه به شي



غزل
مينه كـــــــــــــــــــليواله لږه ســخته وي
ګــــــټه بي جنجاله لـــــــــږه ســخته وي
كله كـله داديدن تــــــه نـــــه راځـــــــــي
كله بــــــــيا پـــــرما لږه نــاوخـــــته وي
وخــــــــت د ديدنـــــونواشـــــناكلي كـــې
يـــــاوي مازديګرياســــــــــهاروخته وي
څوك چې مـــــينه نه زړه كې نفرت ساتي
دابـه انــــــــسانانوكې بد بـــــــــــخته وي
دومــــــــــــره شي په مـــلا ماته كږه وږه
تـــه به وايې دادســـــــــــــپرلي لـښته وي
زمـــــا دجـــــــانان داسي ځاي كې كلي ده
چـــــيرتـــه چې يوګل وي نوره دښته وي
محمدالدین –همدرد
1388-9-12
کابل

مننه : ثنا جانه ستا سو ورور محمدالدين همدرد