ليكواله: سيده ډاكټر ناهيد انګا

ژباړه: عبدالنافع ثنا/ کندهار

په لوېديځ كې د ښځې عام انځور هماغه په نقاب كې پټ، بې اوازه، له حقونو محروم او چوپ تصوير دى، دا يو داسې انځور دى چې موږ تاسې ټول ورسره اشنا يو خو دا كار تر ډېره بريده ځكه شونى دى چې لوېديځو رسنيو په همداسې بڼه وړاندې كړى دی.اسلام پر ډېرو هيوادونو چې د بېلابېلو فرهنګونو درلودونكي دي، خپله سايه غوړولې ده، د عربستان له پولو څخه د افريقا تر ساحلونو او بيا له بوسنيا څخه نيولې تر انډونيزيا پورې يو ډېر شمېر خلك مسلمانان دي، همداراز اسلام په اروپايي او امريكايي هيوادونو كې هم پر خپرېدو دى، له يادو شوو ټولو اسلامي هيوادونو څخه هر يو يې ځانته بېل_بېل دودونه او فرهنګ لري، په بله معنا د اسلام تر چتر لاندې بېلابېل فرهنګونه شتون لري، څوك نه شي كولاى دا ټول فرهنګونه، سياسي نظامونه، ملي ميراثونه، عقيدوي كړنلارې، جغرافيايي موقعيتونه، تاريخي شاليدونه او خلك، چې دا ټولې چارې همدوى عملي كوي، د يوې كچې او يا يوه نظام د خلكو په توګه معرفي كړي. اسلام په هر هيواد کې د هماغو خلكو له ځانګړنو سره سم عملي كېږي او هيوادونه، د ملتونو په توګه، يو له بله توپيرونه لري. هېڅ دوه فرهنګونه يو شان نه شي موندل كېداى.عقيدوي خبرېد نورو اسلامي هيوادونو په ډله كې د منځني ختيځ هيوادونه له ښځو سره د هغوى د غير عادلانه چلند له امله په لوېديځو هيوادونو كې خورا بد نوم لري. ډېری خلك په اسلام كې د ښځې د رول په هكله د څېړنې پر مهال د منځني ختيځ د ښځو په اړه له كومې ټلوېزيونې خپرونې او يا هم د تاريخ په كتابونو كې د منځني ختيځ له برخې څخه اخيستنه كوي او په دغو ځايونو كې نو ښځه د يوه سرټيټوونكي او وېرندوكي مخلوق په توګه معرفي شوې وي.نو د يوه داسې عامه نظر په وړاندې د موضوع په اړه د بشپړ پوهاوي د رامنځته كولو په برخه كې بايد څه وشي؟ په دې ځاى كې به زه هڅه وكړم څو په خلص ډول روښانه كړم چې اسلام يوازې يو تش نوم او مذهب نه بلكې يو ټولنيز خوځښت دى. اسلام  د ژوند په ټولو اړخونو كې د الٰهي قانون د پلي كېدو نوم دى چې په كوم زمان پورې اړه نه لري، د پېر قيمت نه لري او د فرهنګونو، دودونو او ټولو بشري محدوداتو تر بريد وتلې يوه پديده ده. ډېر لږ پوهان شته چې ښځه يې د اسلام له نظره په بې پرې توګه او يا د كوم سخت دريځ له ملاتړه پرته معرفي كړې ده. د دې لپاره چې په اسلام كې د ښځې د رول او د ښځو په وړاندې د اسلامي قوانينو د څرنګوالي په اړه پوهاوى رامنځته كړو، اړينه ده څو تر اسلام وړاندې پېر او د اسلام له قوانينو سره د اشنا كېدو تر څنګ، تر اسلام وړاندي پېر كې د ښځو  حالت او د هغو هيوادونو دودونه مطالعه كړو چې زموږ د څېړنې ټكي دي او په پاى كې د اسلامي نړۍ او لوېديځو كلتورونو ښځې يو له بله پرتله كړو.د اسلام تر راتګ وړاندې د ښځو حالت:اسلام په اوومه ميلادي پېړۍ كې د عربو په ټاپو وزمه (اوسني سعودي عربستان) كې رامنځته شو. تر اسلام وړاندې له پېر څخه موخه نږدې څوارلس سوه كاله پخوا زمانه ده. هغه مهال د عربو تر څنګ ډېرو نور كلتورونو، ملتونو او هيوادونو هم شتون درلود. د عربو د كلتور په مطالعه كولو به يې راپيل كړو. هغه مهال د عربو په قبايلي رواج كې ښځې د ژوند د نورو برخو تر څنګ د ډېرو ټولنيزو او شخصي معاملو له اړخه هم له نرو سره برابرې نه ګڼل كېدې لكه  واده، ميراث، زدكړه او نور مسايل. ښځو خپله سوداګري، خپله شتمني او يا خپلواك قانوني حقونه نه شواى درلوداى. ان كله چې د پېغمبر (ص) د مېرمنې او لومړنۍ مسلمانې ښځې حضرت خديجې (رض) خبرې كوو او دا چې هغې خپله سوداګري درلوده، نو هم بايد دا حقيقت ومنو چې هېڅ يو تاريخ له استثنا څخه تش نه دى. په عربستان كې چې به كله كومه ښځينه ماشومه زېږېدله، نو د كورنۍ له لوري به خوشي پرېښودل شوه او يا به ژوندۍ ښخه كړل شوه او تر يوه د ډېرو ودونو كول خو بېخي عام کار و، په اوومه پېړۍ كې د نورو هيوادونو د ښځو حالت هم د عربو له هغه څخه ډېر توپير نه درلود. په اروپا كې تر اسلام ديارلس پېړۍ وروسته (له اوس څخه يوه پېړۍ وړاندې) ښځو حق وموند څو خپله شتمني د خاوند له اجازې پرته خرڅه كړاى شي. په ډېرو هيوادونو كې به له پلار څخه پاتې نوم، نښان او شتمني زامنو په ميراث وړله او ښځې به بې برخې پرېښودل كېدې. په ډېرو لوېديځو او ختيځو هيوادونو کې ښځو نه شواى كولاى چې ځانته مېړونه غوره كړي او كونډيانې به اړ ايستل كېدلې څو د ژوند تر پايه د خپلو مړو مېړونو ماتم وكړي (اوس هم په ځينو هيوادونو كې كېږي).د اسلام له لوري ټاكل شوي اصولد تمدن په پرمختګ كې د پېغمبر (ص) د لارښوونو او قرآني آياتو له اغېز څخه څوك سترګې نه شي پټولاى. په بشري تاريخ کې بل هېڅوک نه دى موندل شوى چې د بشر د حقونو په تېره بيا د ښځو د حقونو د ساتلو لپاره په دومره جامعيت، پياوړتيا، ستراتيژيكي ځيركتيا، ښايت او سپېڅلتيا سره كار وكړي او يا بشر ته د تعصب، مرييتوب او فردي او ټولنيزو بې عدالتيو له زولنو څخه د هغه په خلاصولو په دومره كچه لوړوالى ور وبخښي. د پوهې، ټولنيزو او سياسي حقونو، د شتمنۍ د حقونو او تر ټولو مهم د بشري حقونو په اړه د پېغمبر (ص) لارښوونې د تمدن د كتاب تر ټولو ځلاند باب جوړوي.پوهه: پېغمبر (ص) فرمايي (د علم زدكړه پر هر مسلمان نر او مسلمانې ښځې فرض ده). په دې توګه نو دا د هر مسلمان دنده شوه چې خپل ځانونه، خپلې كورنۍ او خپلې ټولنې په پوهه سمبال كړي. علم او زدكړه يوه ديني دنده وګرځېده چې له مخې يې هېڅوك بل كس له پوهې څخه نه شي راګرځولاى. جنسيت يا ټبر، رواج يا كلتور نه شي كولاى د علم له زدكړې د چا د راګرځولو لامل وګرځي. د علم زدكړه يو ديني قانون و ګرځېد چې بايد و منل شي. په دې لارښوونه سره پېغمبر (ص) نه يوازې د زدكړې لپاره د برابر حق خبره رامنځته كړه بلکې تر څنګ يې د يوه لا ښه پوهاوي لپاره لار پرانيستله.ټولنيز او سياسي اصولپېغمبر (ص) فرمايلي دي (جنت د مېندو تر پښو لاندې دى). په دې لارښوونو سره يو الٰهي اصل د يوه مذهبي فرض په توګه راوړاندې شو چې له مخې يې له ښځو سره ښه چلند يو غوره كار وګڼل شو. رسول الله (ص) فرمايي (سړيان د ښځو لپاره ملاتړي دي) (الله (ج) ته له غوره كارونو څخه يو هم دا دى چې له خپلو مېندو سره په عزت او درنښت چلند وشي) (د خپلو ماشومانو، ښځو او نرو، په منځ كې انصاف وكړئ، هغوى ته غوره پوهه او سمه روزنه وركړئ) په دې سپېڅلو لارښوونو سره دا د هر مسلمان، نر او ښځې لپاره يوه مذهبي دنده وګرځېده څو د ښځو درناوى وكړي، د زامنو او لوڼو سره له انصافه كار واخلي، او د نرو دنده و ګرځېده څو ښځو ته د هغوى د لاسته راوړنو په ترڅ كې د ملاتړ په توګه و اوسي، نه د خنډ په توګه.په اسلامي تاريخ كې مستند روايتونه شته چې د اسلام د پيل او د رسول (ص) د ژوندون پر مهال به مسلمان نرو او ښځو دواړو د هغه (ص) په پوځ كې د جهاد په خاطر ګډون كاوه او د هغه تر وفات وروسته به يې د جګړو مشري كوله. همداراز په اسلامي تاريخ كې راغلي چې رسول الله (ص) ته به نرو او ښځو د سياسي لارښود په توګه د هغه (ص) د منلو لپاره هغه ته په يو شان بيعت وركاوه. د بشريت د ټولو كړيو په منځ کې ياد شوى دريځ، حقوق او يو شان والى د رسول (ص) د لارښوونو پايله وه. ښځو كولاى شواى څو په ټولنيزو، سياسي او پوځي چارو كې برخه واخلي. د هغه د لارښوونو له امله نه يوازې دا چې بشري حقونو ته درناوى دود شو، تر څنګ يې افراد وهڅول شول څو د خپلو حقونو لپاره ملا وتړي. حضرت فاطمه (رض) چې د رسول (ص) لور وه، د لوړې پوهې او درنښت درلودونكې وه. ويل كېږي چې كله به هغه (رض) خونې ته راننوتله، نو رسول (ص) به ولاړېدى او هغې ته به يې خپل ځاى ورخالي كاوه. د بشري حقونو د ساتنې او ملاتړ په برخه كې د رسول (ص) قربانۍ تر ټولو ډېره د ستاينې وړ دي. د شتمنۍ حقوقد اسلام د اصولو له مخې ښځې حق لري چې خپلې شتمنۍ رانيسي او يا يې وپلوري، خپله سوداګري پر مخ بوځي، د حقوقي چارو لپاره قانوني كړنې ترسره كړي، رايه وركړي او په سياسي چارو كې برخه واخلي. د ميراث قانون تر ټولو ډېر د پام وړ قانون و او دى. د اسلام له نظره ښځه د خپل ورور په نيمايي اندازه د ميراث حق لري. په عين حال كې يوه ښځه اختيار لري چې د خپل مور  او پلار او يا كوچنيانو د ساتنې چارې پر غاړه واخلي او يا يې وا نه خلي په داسې حال كې چې سړيان دا مكلفيت لري چې ياده شوې دنده پر غاړه واخلي. د اسلامي قانون له مخې دا پر  ورور (سړي) فرض دي چې د اړتيا پر مهال د خپلې مور، مېرمنې، ماشومانو، خويندو او د هغوى د ماشومانو ساتنه پر غاړه واخلي. كه يوه ښځه (مور او يا خور) د خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره اړينه شتمني او يا علاقه و نه لري، نو دا يې د ورور دنده ګرځي څو ياد شوى كار پر غاړه واخلي. رسول (ص) د بشريت لپاره اصول او قوانين وضع كړي دي چې يو شمېر خلك يې عملي كوي او يو شمېر يې نه عملي كوي. د اسلامي قانون له مخې ښځې نه يوازې دا چې د خپلې شتمنۍ د ساتلو حق لري، همداراز د خپل ولور د غوښتلو حق لري. كله چې واده كوي، نو هر مهال كولاى شي له خاوند څخه د خپل ولور غوښتنه وكړي او د طلاق پر مهال له شتمنۍ څخه د خپلې ځانګړې برخې غوښتنه كولاى شي.واده او د طلاق اخيستلو حقد اسلامي اصولو له مخې نر او ښځه حق لري چې خپل د ژوند ملګرى ځانته غوره كړي خو هېڅوك يې مجبوره كولاى نه شي. د رسول (ص) لور حضرت فاطمه (رض) پوهه، ښكلې او عزتمنه وه. داسې روايت كېږي كله چې اميرالمونين حضرت علي (رض) د حضرت فاطمې (رض) د مركې لپاره مراجعه وكړه، نو رسول الله (ص) حضرت علي (رض) ته تر هغه وخته ځواب ورنه كړ تر څو چې له حضرت فاطمې (رض) څخه يې د هغې پرېكړه وپوښتل. په اسلام كې د ځانګړو شرايطو پر مهال د طلاق اجازه وركړل شوې ده. د اسلامي اصولو له مخې څوك كولاى شي د كوم ځانګړي لامل په شته والي كې واده ته د پاى ټكى كښېږدي.د ډېرو ودونو كول په زياتو هيوادونو كې دود دى خو اسلام د اصولو په وضع كولو سره دا كار محدود كړى دى. دا اصول ډېر سخت دي او ډېر لږ خلك يې د عملي كولو توان او توفيق لري. الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي (او كه ووېرېږئ تاسې چې و به نه كړاى شی عدل انصاف په (حق د) يتيمانو كې نو په نكاح سره واخلئ تاسې (نورې) هغه ښځې چې خوښې (حلالې) وي تاسو ته له ښځو دوه، درې او څلور، نو (بيا كه) ووېرېږئ تاسې چې عدل (انصاف برابري) به و نه كړاى شئ (د ښځو په منځ كې په نفقه، نوبت او نورو كې) نو يوه كوئ. سوره نساء، آيت ۳.  دا آيت نه يوازې له ښځو سره پر انصاف ټينګار كوي بلكې له يتيمانو سره هم پر انصاف ټينګار كوي چې د پلرونو تر مرګه وروسته يې مېندې كونډيانې شوې وي__ چې دا كار د اسلام په لومړيو كلونو کې ډېر پېښېده او خلك به زيات وختونه په جګړو كې وژل كېدل. د (انصاف وكړئ) الفاظ نه يوازې له احساساتو ږغېږي بلكې مالي اړخ هم يادوي. په اسلام كې د ډېرو ودونو دا ځانګړې خبره تر هغې سختې جګړې وروسته رامنځته شوه چې پكې ډېر سړيان ووژل شول چې تر شا يې كونډيانې ښځې او يتيم اولادونه پاتې شول. همداراز يو مسلمان نه شي كولاى د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته دوهم واده وكړي. د اسلامي اصولو له مخې د دې وضع شوو اصولو په شته والي كې د ډېرو ودونو خبره شونې ده، خو په عمل كې ډېره كمه ده.د محمدي (ص) تر پېر وروسته د سياسي كړيو له لوري رامنځته شوې انګېرنې تر محمد (ص) څو پېړۍ وروسته ياد شوي اصول په كلتوري، ملي او سياسي اصولو واوښتل. اسلام بېلابېلو كلتورونو ته لاره هواره كړه او هر يوه د خپل برداشت له مخې ومانه ان د اسلام د رامنځته كېدنې په اصلي هيواد كې هم اصول او قوانين د محمد (ص) تر وفات يوه يا دوې پېړۍ وروسته د هغه ځاى د سياسي واكمنانو او دوديزو رواجونو له مخې واوښتل. له دې اوښتونو څخه به يې يو شمېر وګورو: رسول (ص) فرمايلي وو (قران مجيد فرمايي (ووايه (اې محمده!) مومنانو ته چې پټې دې كړې دوى سترګې خپلې (له نامحرمو څخه) او ښه ټينګ دې وساتي دوى فرجونه سترونه خپل (د محرماتو په مقابل كې) دغه (اغماض او حفظ) ډېر پاكيزه (او ګټور) دي دوى…)) ((او ووايه (اې محمده!) ايماندارو ښځو ته چې پټې دې كړې له (نامحرمو څخه) سترګې خپلې او ښه ټينګ دې وساتي فرجونه سترونه خپل د (نامحرماتو په مقابل كې) او نه دې ښكاره كوي زينت ښايست (او ځاى د ښايست…)). (سوره النور، آيات ۳۰، ۳۱)د وخت په تېرېدو سره دا قانون په دې خبره واوښت چې ښځې بايد نقاب واغوندي او خپل ځانونه له سره تر نوكه پټ كړي. له نامحرمو څخه د سترګو پټولو خبره په يوه دوديزه جامه واوښتله خو بيا هم دا جامه مومنانو ته عملي نه وه او د دوى د ټولنيزې او اقتصادې ځپنې لامل و نه ګرځېده. هغه ښځې چې د اسلام په پيل كې يې د جګړو مشري او د سياسي چارو پرېكړه كوله، اوس نو څو پېړۍ وروسته ورڅخه تمه كېده چې په جومات او د لمانځه په چارو كې له نرو څخه جلا كښېني. همداسې يو حالت په غير اسلامي هيوادونو كې رامنځته شو. د بېلګې په توګه يوه پېړۍ وړاندې كله چې د مرييتوب ضد ټولنې په لندن كې غونډه كوله، نو ښځينه پلاوو ته يې پكې برخه وركول و نه منله. دوى اړ ايستل شوې چې د پردې شاته كښېني او خبرو ته يوازې غوږ ونيسي. البته دا كار د سينيكا فالز د كنوانسيون د رامنځته كېدو لامل شو چې په پايله كې يې د ښځو لپاره د شتمنۍ د ساتلو، د زدكړې او يو شمېر داسې نور حقوق ومنل شول. پېغمبر (ص) لارښوونه كړې وه چې ښځې د شتمنۍ لرلو، د خپل ژوند د ملګري د غوره كولو او د زدكړې لپاره برابر حقوق لري. د راوروسته كلتوري اغېزو په پايله كې دا حقوق په دې واوښتل چې له مخې يې ښځې بايد په كور كې كښېني او ماشومان وساتي. دا خبره د امريكا د تر يوې پېړۍ وړاندې حالاتو سره ډېر توپير نه لري چېرې چې له ښځو څخه د (جمهوريخوا موروالي) د دندې تمه كېده چې له مخې يې ښځه د كور د څلور دېواليو ګڼل كېده.د ښځو په وړاندې د تعصب د غندلو په ترڅ كې كولاى شو يو مذهب، يو كلتور، يو نظام او ان ښځې په خپله ګرمي وبولو مګر يوازې په دې سرسري غندنو سره د بشريت د نسلونو په وړاندې د مسووليت بار نه شو سپكولاى. دا به سمه وي چې مطبوعات خلك غولوي، سياستوالان خلك غولوي، نظريې خلك غولوي – خو خلك هم په غولېدلي حالت كې وي. رسول (ص) فرمايلي چې د مظلم (نه مظلوم) پړه د ظالم تر هغې كمه نه ده.اسلام يو داسې مذهب دى چې پكې د خلكو غوره والى د هغوى د پوهې د كچې په تناسب دى، دا چې انسان يو اشرف المخلوقات دى، نو زدكړه يې يوه تلپاتې دنده ده. د اسلام له مخې انسان دا تومنه لري چې د سپېڅلتيا مقام ته ځان ورسوي، د كايناتو د قانون زدكړه د هر انسان حق دى.اسلام داسې يو مذهب دى چې له مخې يې معبد يوه وداني نه بلكې د انسان خپل زړه دى، د انسان لارښود ملا نه بلكې د هغه خپله ځيركتيا ده، كه چېرې مذهب يوازې پر تقليداتو ولاړ وي، دا نو بيا كفر دى. په اسلام كې جهالت او ناپوهي يوه نه بخښل كېدونكې ګناه ده. همداراز اوس او په تېر مهال كې د خپل ځان او ټولې ساه كښې نړۍ په وړاندې له مسووليت څخه تېښته هم يوه نه بخښل كېدونكې ګناه ده. دا سمه نه ده چې اسلام دې د هغه د پيروانو د پاتې راتلو له امله ګرم وبلل شي ځكه دا خپله د انسان نيمګړتيا ده. يو مذهب چې بنسټ يې بشري حقونو ته درناوى جوړوي او نر او ښځې دواړه د مرييتوب له زولنو څخه خپلواك ګڼي، بايد د غندنې لپاره د تبليغاتو وسيله و نه ګرځول شي. يوازې مسلمانې ښځې په دې حالت كې قرار نه لري بلكې هر ځاى چې ښځې د ظلم او تعصب ښكار وي، په همدې حالت كې دي. دا ډول تعصب له ساده قومي او ملي پولو هاخوا له آره يو جنسي عمل دى. دا چې ښځې تل يوازې له دې امله د تعصب ښكار دي چې ګواكې له نروسره برابر حقوق نه لري، په دې توګه يې نو تر ټولو ډېره د تعصب ښكار شوې ډله بللاى شو. ځينې خلك به ښايې ښځه د ناسم عقل لرونكې، ځينې د ناسم جګوالي او ځينې به يې هم د ناسم وزن او يا ناسم مذهب لرونكې بولي. په پايله كې بايد دا ووايو چې ښځې بيا هم بايد د هغو ټولنو له خوا چې دوى يې له پيله غړي دي، ورته بشپړ درناوى وشي. رښتيني مساوات د يوې سوكالې ټولنې ځانګړنه ده چې زموږ په ټولنو كې يې منځته راتګ ناشونى ښكاري. پوښتنه يوازې د شخصي مورال هغه پاتې ده. ايا موږ، د ټولنې د كوچنيو ټوټو په توګه، كولاى شو سره يو ځاى او يو ښكلى انځور جوړ كړو. زه بايد ووايم چې د پېړيو_پېړيو د خوب رښتيا كول په اسانۍ سره نه كېږي.