ژباړن: عبدالنافع ثنا

يوه ځوان شاعر ته ليك

ځوان شاعر فرانز زيور كاپوس(Franz Xaver Kappus) د ۱۹۰۳ په لومړيو كي رينر ماريا ريلك ته يو ليك وليكئ چي د خوښۍ او هيښتوب په ګډو احساساتو ئې د هغه ځواب ترلاسه كړ. د ليكونو دې لړۍ نژدې شپږ كاله دوام وكړ. لاندي هغه لس ليكونه دي چي ريلك و كاپوس ته ليكلي او دې ځوان شاعر ته ئې د شاعرۍ او ژوند په برخو كي لارښووني كړي دي.

د دې ليكونو ژباړي به يو په بل پسې د لړۍ په توګه وړاندي سي. (ژباړن)

د سر خبري:

ليكوال: فرانز زېور كاپوس

د ۱۹۰۲ كال د مني وروستۍ ورځي وې. زه د وينر- نيوسټاټ(Wiener-Neustadt)  د پوځي ښوونځي په بڼ (پارك) كي تر يوې زړې وني لاندي په مطالعه بوخت وم. كتاب ته دومره ژور ځير وم چي د ښوونځي يوازينى ملكي پروفيسر هوريسيك (Horacek) مي څنګ ته راغلى ؤ او زه ښه ګړى وروسته متوجه سوم. هغه كتاب له لاسه راڅخه واخيست، پښتۍ ته ئې ځير سو او سر ئې وښوراوه((د رينر ماريا ريلك (Rainer Maria Rilke) شعرونه؟)) د كتاب پاڼي ئې ايسته او دوري سره واړولې، څو بيتونه ئې ولوستل او ژورتيا ته ئې ځير سو اوبيا ئې سر راپورته كړ: ((ښه! نو زموږ له شاګرد رېنې ريلك څخه شاعر جوړ سوى دى.))

په دې توګه نو د هغه ډنګر او ژيړ رنګي هلك له حاله خبر سوم چي پنځلس كاله وړاندي ئې كورنۍ په سينك پولټن (Sankt-Polten) كي لومړني پوځي ښوونځي ته استولى څو له هغه څخه په راتلونكي كي يو پوځي افسر جوړ سي. هوريسك (Horacek) هغه مهال هلته پادري ؤ او اوس ئې هم خپل پخوانى زده كوونكى ښه سم په ياد ؤ چي په وينا ئې هغه يو آرام، جدي او اخلاقي هلك ؤ چي له چا سره ئې كار نه درلود او د زده كړي بار ئې په پراخه سينه زغملى ؤ او د څلورم كال له پاى ته رسولو وروسته له نورو سره يو حاى په (Mahrisch-Weisskirchen) كي پوځي كالج ته ولاړ. هلته نو دا خبره  روښانه سوه چي د هغه فزيكي جوړښت له پوځي روزني سره جوړ نه دى چي له همدې امله ئې كورنۍ له كالجه را وايست څو په پراګ كي ئې په خپل كور كي زده كړو ته دوام وركړ. دا چي ژوند ئې په راوروسته كي څنګه ځان ته لاره موندلې، هوريسيك هم نه ؤ په خبر.

په همغه شېبه په دې چورت كي سوم چي رينر ماريا ريلك (Reiner Maria Rilke) ته خپله شاعري ورولېږم او په اړه ئې نظر ورڅخه وغواړم. په داسي حال كي چي لا شل كلن نه وم او د يوه داسي مسلك د پيلولو په درشل كي وم چي زما په اند  زما له ميلانه سره ئې سر نه خواړه هيله مي وكړه له داسي شاعره څخه چي د (Mir zur Feier) ليكوال ؤ، مشوره واخلم. بې له دې چي ډېره پلانګذاري ورته وكړم، ځير سوم چي داسي يو ليك مي بشپړ كړى چي پكښي مي د زړه ټول هغه رازونه راسپړلي وه چي له دې مخكي مي نه هيڅ چا ته نه وه روښانه كړي.

څو اونۍ وروسته مي ئې ځواب ترلاسه كړ. په شنه رنګ مهر كړل سوى پاكټ چي په لاس كي دروند ښكارېدى او د فرانسې پوستي نښه ئې درلوده، ورباندي په ښكلي او روښانه ليك سره ليكنه سوې وه چي له لومړى حرف څخه تر وروستي پوري ئې مېزان درلود. په دې توګه نو له رينر ماريا ريلك (Rainer Maria Rilke)  سره زما د اړيكو لړۍ پيل سوه چي تر ۱۹۰۸ پوري ئې دوام وكړ او وروسته دا لړۍ ورو ورو وشكېده ځكه زه د ژوند حالاتو هغو سيمو ته بوتلم چيري چي مي نور د دې شاعر ژوري او خوږې خوالې ته لاس نه رسېدى.

خو دا مهمه نه ده. يوازي دا لس ليكونه ئې د هغه د ژوند او اند د روښانتيا او همداراز د نن او سبا د ډيرو نويو راټوكېدونكو استعدادونو د لارښووني لپاره د ډېر  ارزښت وړ دي او كله چي يو ستر او بې ساري سړى ږغيږي، كوچني خلك بايد خوله پته ونيسي.

فرانز زېور كاپوس

جون ۱۹۲۹- برلين

انګريزي ژباړن: م.ډ.هرټر نارټنM.D. Herter Norton

-----------------------------------------

لومړى ليك

ليكوال: رينر ماريا ريلك

۱۷ فبروري ۱۹۰۳- پاريس

ګرانه!

ستا ليك مي څو ورځي وړاندي ترلاسه كړ. يوازي غواړم د هغه باور له امله چي پر ما دي كړى، درڅخه مننه وكړم. پر شعرونو دي ځكه نسم ږغېدلاى چي له نيوكي (نقد) سره مي جوړه نه ده. نيوكه پر هنري اثر باندي كوم ژور اغېز نسي شيندلاى او تل پر يو لړ سؤ تفاهمونو باندي تماميږي. نسو كولاى ټولو چارو ته د الفاظو جامې ور واغوندو لكه چي يو شمېر خلك ئې فكر كوي، ډيري چاري په الفاظو كي نسي بيانېدلاى. هغوى په يوه داسي صحنه كي رامنځ ته كيږي چيري چي الفاظ لار نه لري او تر بل هر شي ډېر هنري آثار چي له رازه ډك موجودات دي او زموږ د فاني ژوندانه په څنګ كي راسره ژوند كوي،  د الفاظو تر بريد وتلي دي.

پورته خبري مي د پيل د وينا په توګه درته وليكلې. اجازه راكړه دومره درته ووايم چي شعرونه دي خپل ځانګړى طرز نه لري كه څه هم يو لړ مبهمي او خاموشي ځاني نښي پكښي حس كېدلاى سي. دا خبره دي په وروستي نظم (زما روح) كي له ورايه وينم. هلته ستا خپل ځاني توكي هڅه كوي چي د الفاظو او نغمو جامې په تن كړي او د (پړانګ ته) په نوم ښايسته نظم كي له ښكلي او ځانګړي انځور سره يو راز خپلوي راته څرګنديږي خو بيام هم، نظمونه دي له خپل ځانه بشپړ او خپلواك نه دي، ان وروستى او د (پړانګ ته) په نوم نظم دي هم.. ستا د پېرزويني ډك ليك په لوستلو، چي نظمونه دي ورسره مل را استولي وه، وتوانېدم يو لړ هغه نيمګړتياوي، چي ما دي د نظمونو د لوستلو پر مهال حس كړي وې، لا كره كړم كه څه هم نسم كولاى چي په ځانګړي ډول ئې درته په ګوته كړم.

تا پوښتنه كړې چي شعروته دي ښه دي او كه نه؟ له ما څخه پوښتنه كوې، مخكي دي له نورو څخه پوښتنه كړې، مجلو ته ئې استوې، د نورو له شعرونو سره ئې پرتله كوې او كله چي د كومي مجلې چلوونكى دي شعر در مسترد كړي، نو خوا دي بده وي. اوس نو (دا چي له ما څخه دي د لارښووني غوښتنه كړې)، درته زارۍ كوم چي دا كار پرېږده. تا بهر ته سترګي اړولي دي او دا هغه څه دي چي بايد تر ډېره ځان ځني وپېچې. هيڅوك نسي كولاى لارښوونه او يا كومك دركړي، هيڅوك هم نه. يوازي يو كار دى چي ته ئې بايد وكړې. هغه دا چي له خپل ځان سره په چورت كي ډوب سه. هغه كوم لامل دى چي ته ئې ليكني ته اړ كړى ئې؟ وئې پلټه! وګوره چي ستا د زړه په ژورو كي ئې ريښې غزولي دي كه نه؟ له ځانه دي وپوښته چي كه له ليكني منع كړل سې، ژوند ته به ادامه وركړلاى سې او كه نه؟ تر ټولو مهمه دا: د شپې په بشپړه چوپتيا كي له ځانه دا وپوښته: ايا بايد ليكنه وكړم؟ د ځواب لپاره ئې ژور فكر وكړه. كه چيري دي د (هو) ځواب ترلاسه كړ،كه چيري دي ددې مهمي پوښتني ځواب په دې ځواكمن او كوټلي ډول ترلاسه كړ: (زه بايد ارومرو ليكنه وكړم)، نو بيا دي ژوند له همدې سره سم عيار كړه. بيا به دي د ژوند هر ګړى او هره لوړه ژوره د همدې موخي يادګار وګرځي. وروسته طبيعت ته ځان نژدې كړه. بيا ، په داسي توګه چي ګواكي مخكي به هيڅ چا نه وي كړي، هڅه وكړه  چي مشاهده وكړې، احساس وكړې، مينه وكړې او  ښندنه وكړې. د ميني نظمونه مه ليكه. د نظمونو دا عام او عادي شكلونه مه كاروه. په هغوى كي كار كول تر ټولو ستونزمن وي او پاخه ځواك ته اړتيا لري ځكه په دې ډګر كي ښه او ان شهكار توكي پرېمانه دي او ځان ته پكښي ځانګړٰى ځاى موندل آسانه نه دي. نو له داسي عامو شكلونو ځان وژغوره او هغه څه وليكه چي ورځنى ژوند ئې دركوي. خپلي خواشينۍ او هيلي دي بيان كړه. هغه چورتونه چي په دماغ او روان كي دي په يو ډول ښكلا راګرځي، دا ټول په ژور، خاموش او عاجزه جديت سره بيان كړه او كله چي دي احساسات بيانوې، د خپل چاپېريال توكي وكاروه، د خوبونو انځورونه او هغه تصويرونه چي ياد ته دي درځي، وكاروه. كه دي ورځنى ژوند بې رنګه ښكاري، مه ئې ملامتوه. ملامت ته خپله ئې. له ځان سره دا ومنه دا ته ئې چي دومره شعري وړتيا نه لري څو د ژوندانه رنګونه راوړاندي كړې ځكه د يوه تخليقكار لپاره رنګ او بې رنګي توپير نه لري. ان كه ته په يوه زندان كي هم ئې چيري چي د نوري نړۍ هيڅ ږغ نه درته رارسيږي، بيا هم له ځان سره د كوچنيوالي يادونه لرې، د ټولو رنګونو څخه رنګين،له هر راز زرو څخه زرين اوقيمتي د يادونو خزانه لرې. پام دي ورته واړوه. هڅه وكړه د خپل تېر ژوندانه هېر يادونه را په ياد كړې. په دې توګه به دي شخصيت ځواكمن سي، يوازيتوب به دي پراخوالى ومومي چيري چي به ته وكولاى سې د ستورو ننداره وكړې او له ليري د تېرېدونكو خلكو ږغونه واورې. كه چيري د خيالونو او يادونو په دې سمندر كي شعر درته راځي، نو بيا به ددې اړتيا و نه وينې چي له بل څخه پوښتنه وكړې، شعر دي ښه دى او كه بد؟ او نه به بيا هڅه كوې چي شعرونو ته دي د مجلو پام راواړوې ځكه هله به دي شعرونه درته خپله ارزښتمنه پانګه او د خپل ژوند آواز ښكاري.

هر هنري كار چي له اړتيا څخه زېږېدلى وي، په زړه پوري وي او يوازي له همدې لاري ئې ارزولاى سې. نو ګرانه! تا ته زما يوازينۍ لارښوونه دا ده چي له خپل ځانه سره چورت ووهه او وګوره هغه ځاى چي ستا ژوند ورڅخه سرچينه اخلي، څومره ژورتيا لري. له دې ځايه به دې پوښتني ته ځواب ومومې چي ايا بايد ليكنه (تخليق) وكړې؟ هر ځواب چي دي په لاس راوړ، وئې منه. بې له دې چي ماناګاني ورڅخه وباسې. ته به ګورې چي هنرمند به ياد سې. بيا نو خپله موخه تعقيب كړه او ټولو بارونو ته ئې په كلكه اوږه وركړه بې له دې چي فكر وكړې ددې كار په مقابل كي به له بهرنۍ نړۍ څخه كومه ګټه په لاس راوړې؟ ځكه چي يو تخليقكار بايد په خپل ځان كي يوه نړۍ وي او هرڅه بايد په خپل ځان او طبيعت كي ولټوي و كوم ته چي ئې ژوند وقف دى.

له خپل ځان سره په چورت وهلو د څرګند ځواب له نه موندلو وروسته بايد د شاعر كېدلو چورت خوشي كړې (ځكه، لكه چي مي وړاندي وويل، هغه څوك چي ګمان كوي بې له ليكني به ژوند وكولاى سي، له سره دي ليكني ته لاس نه اچوي). خو بيا هم د ځان په هكله لټون بې ځايه نه ده، ته به بيا هم له همغه ځايه د ژوند لاره مومې چي زه ئې تا ته د ښه والي،  بډايوالي او پراخوالي هيله كوم.

نور به څه درته ووايم؟ داسي ښكاري چي پر هر ټكي په خپله اندازه ټينګار وسو. په پاى كي يوه دا لارښوونه درته كوم چي خپل د ودي پړاوونه په خاموشۍ او جديت سره ووهه. ستا پرمختګ ته تر ټولو لوى زيان هله اوړي كله چي له بهر څخه د هغو پوښتنو د ځواب تمه كوې كوم چي ته ئې په خپل يوازيتوب كي په چورت وهلو تر هر چا ښه ځوابولاى سې.

دا چي ستا په ليك كي مي د پروفيسر هوريسك نوم هم تر سترګو سو، ډېر خوشاله سوم. زه ددې مهربان او پوه شخصيت لپاره ستر درناوى لرم او هغه مننه، چي له كلونو مي ورته ساتلې وه، ورڅخه كوم. لطفاً هغه ته زما احساسات ورسوه. ډېر خوښ سوم چي اوس ئې هم زه په ياد يم.

هغه نظمونه چي ماته دي رالېږلي ول، بيرته دراستوم. يو ځل بيا دي له هغه باور څخه چي پر ما دي كړى او همداراز له پوښتنو څخه  چي  ماته ئې په ريښتيني ډول د ځوابوني  د هڅي وياړ رابخښلى،  مننه كوم.

ستا ريښتينى

رينر ماريه ريلك