تــــــور تــــوپانـــــونـــــه پارولـــــي دي نــــــظـــر د لېمـو
بېـــــــړۍ د صبر مې كـــــړه غرقـــــــه سمــــــندر د لېمو

بيا مې په زړه كې مستوم څــــــو ستمګر يادونـــــــــــه
بيا مې له اوښكـــــــو ډك راوړى دى ساغـــــر د لېمو

زلمــي يادونـــــــــه مې پرې تنـــــــده د ديــــــدن ماتوي
جوړ مې د پېغلو اوښكو سېل دى پر ګـــودر د لېمو

زړګيه نـــــور بـــــــــــه دې د صــــبر پهلــــــــوان وتښتي
څومره خونـــــكارو درتـــــــــه ونيوى سنګـــــر د لېمو

د نــــــظر اور يې زما د سرو اوښكـــــــو همراز دى ثنا
اور او اوبــــه دي پخلا كــــــــــړي جادوګـــــــــر د لېمو

 

عبدالنافع ثنا