مـــــه وايه دا چي تر ساحــــلــه پــــــوري ورســـــېدې

لــــــه خاموشۍ نـــــه پس رقيبـــــه توپانــــــونـــــه لرم

سپك به ئې نه كړي ستا له ياده د هـــوس بادونـــــه

جانانه غم دي په زړګي كــــي غرونـــــه غرونـــــه لرم

د سپيني خولې مارغه دي وړم لكه شاهين درځمه

زه هــــم شاعر يمـــــه د خيال غونــدي وزرونــــــه لرم

ما هــــم د خپلــــــي فقــــــيرۍ زكــــــات راوړى ثـــــنا

د سپېرو شونډو پـــــه كچكول كـــــي غزلونــــــه لرم

عبدالنافع ثنا