سهار چي دفتر ته راغلم، د مېز پر سر مي  د يوې بهرنۍ خيريه مؤسسې لخوا چي له يوه اسلامي هيواد سره اړه لري، د روژه مات لپاره بلنليك پروت ؤ. زړه مي نه كېدى چي ورسم خو د مسلمان دعوت منل د هغه حق وي اوما نه غوښتل چي دا بشري حق تر پښو لاندي كړم ځكه وېرېدم چي هسي نه  د عمل ثبتوونكو پرښتو لخوا مي نوم په تور لست كي وليكل سي. په هغه مازديګر مي ځان د مېلمستيا پر معيار برابر كړيعني غسل، پاك كالي، عطر او نور شرايط مي پوره كړل ځكه بې له دې به يقيناً د ملا نصرالدين چم راسره كېدى. خلك ددې لپاره مېلمستيا نه جوړوي چي ثوابونه ورباندي وګټي بلكي دا كارخو د سوداګرۍ  يو نړيوال منل سوى تاكتيك دى. زه چي كله هلته ورسېدم، بازار لا نه ؤ ګرم سوى او مېلمانه نه وه رارسېدلي. يوازي  يو سپين ږيري ښوونكى، چي ماپېژاندى، ولاړ ؤ. دا چي دى هم يوازې ؤ، زما په راتللو سره وغوړېدى ځكه د بانډار سړى ئې پيدا كړ. تر روغبړ وروسته مو له عادت سره سم د بانډار موضوع راواخيستله چي غيبت ؤ. معلم صاحب ګيله كوله چي په دولت كي رشوت اخيستني زور اخيستى دى. ما ورته له ټوكو وويل چي توبه وكاږه. ته خبر نه ئې چي بهتان ويل څونه لويه ګناه ده؟ هغه غوښتل چي بيلګي راكړي خو زه هيښ وم چي دا دى په دې كچه سادګان هم سته. موږ په همدې ثوابي خبرو مصروف وو چي د ښار يو ترټولو ډېر پېژندل سوى سوداګر هم راورسېد. ما په لومړي سر كي ونه پېژاندى ځكه هغه وخت چي ما ليدلى ؤ،ږيري ئې سپين رنګ درلود خو اوس ئې تور رنګ وركړى ؤ. دنيا پر مخ ځي خو حاجي صاحب شا ته حركت كړى ؤ. ما له ښوونكي وپوښتل چي دا ږيره ئې پخوا سپينه نه وه؟ هغه ويل: هو خو اوس ئې نوى واده كړى دى. زما سمدستي سد  په ورسېد ځكه  د نوي واده پرمهال خلك د كور لپاره ټول نوى سامان رانيسي او ډېر خلك كورونو ته نوى رنګ هم وركوي. ددې حاجي صاحب كمال په دې كي ؤ چي د كور د رنګمالۍ تر څنګ ئې د ږيري د رنګمالۍ لګښت ته هم اوږه وركړې وه او د خداى رنګ ته ئې د خپلي خوښي رنګ وركړى ؤ. كله چي موږ ته راورسېد، نو د سلام پر ځاى ئې وويل چي ستړي مه سئ. دا چي دا خبره ئې له ډېره غروره د ژبي پر سر وكړه، زه پرې سم و نه پوهېدم. معلم صاحب ته مي وويل چي دا خو وائي سړي مه سئ؟  معلم صاحب وچي سپېرې شونډي سره كش كړې او وموسېد. هغه ګمان وكړ چي ټوكي كوم خو زه جدي وم. دا حاجي صاحب تر نورو يوه اندازه صالح ؤ ځكه د لاس روغبړ ئې هم وكړ. معلم صاحب هڅه وكړه چي د غيږي روغبړ ورسره وكړي خو هغه مخ ورڅخه واړوه او يوازي ئې دوې ګوتي پر ګوتو ور كښېښوولې. ما ته چي را وړاندي سو، نو ما وار له مخه لا دوې ګوتي چمتو كړي وې او په داسي حال كي چي مخ مي بلي خوا ته اړولى ؤ، دده له دوو ګوتو سره مي د روغبړ په توګه ومښلولې. خداى خبر چي نفس به مي څونه ورته خوار كړى وي او بيا هم وېرېږم چي هسي نه د بشري حقوقوسازمانونه راخبر سي ځكه د نړيوالو شيطاني قوانينو له مخي ددې حاجي صاحب د نفس پر بشري حقوقو دونه ستر تېرى كله هم د بخښني وړ نه دى. له دې وروسته يو په بل پسې يو شمېر چارواكي او نور تجارتي حاجي صاحبان هم راورسېدل. هغه چي بڼي ئې سره ورته وې، يعني تجارتي حاجي صاحبان او چارواكي يوبل ته نژدې سره كښېناستل او د تل غوندي ئې د خداى او د رسول خبري پيل كړې. موږ څو سپېرو كسانوخپل غيبت ته زور وركړ. د ماښام اذان ته لا څه ګړى پاته ؤ. ما هم فكر وكړ چي ددې پر ځاى چي د خپلي ډلي په غيبت ورګډ سم، ولي د حاجي صاحبانو او چارواكو ثوابي خبرو ته غوږ و نه نيسم؟ دا چي د روژې مياشت ده، دوى يو له بله د خپلو زكاتونو كيسې كولې. يوه ويل چي ما دونه زكات وركړ او بل ويل ما دونه. يوه حاجي ويل چي ما له ملايانو څخه اورېدلي دي چي په زكات او خيرات كي ريا كول له خداى سره شرك ته نژدې كار دى. نو ما خپل لس لكه زكات داسي په پټه پر خلكو ووېشى چي دا يو لاس مي له دې بل څخه نه دى خبر كړى. ما له ځان سره وويل چي دوا دي سه. بيخي په پټه ئې وركوې!  د خبرو په ترڅ كي يوه تن ځان خورا پوه ملا ښووى. خبري كرار كرار له زكاته په روژه كي د ګناهونو پر لور راماتي سوې. ملاصاحب  خپل نصيحت پيل كړ چي كه په روژه كي څوك درواغ ووائي، دونه ګناه لري، كه جنګ وكړي، دونه او كه زنا وكړي دونه ګناه لري. د رنګ سوي ږيري والا حاجي خواركي، لكه چي نوى واده ئې كړى ؤ، زړه صبر ونكړ. ملا ته ئې ځان نژدې كړ او كله چي نور مجلس په نورو خبرو لګيا وو، پوښتنه ئې ځني وكړه چي آ ښه په روژه كي د خپلي مېرمني سره زنا كول څونه عذاب لري؟ ما ويل دا دى سخوندر ئې درته ودراوه، اوس ئې نو په چا تړې؟

همدا خبري شروع وې چي د ماښام اذانونه پيل سول. د دې پر ځاى چي روژه په كومه دعا ماته سي، يوه پر هغه بل راږغ كړه چي بالا ئې خورئ. له روژې ماتولو پس مو له دې ديندارانو سره لمونځ په جماعت ادا كړ. وروسته مو د ډوډۍ مېزونو ته ځان ورساوه. د ډوډۍ پر مهال زما څخه خپل خورك پاته وو او سترګي مي د دوى د ډوډۍ خوړلو په نادرو آدابو كي ښخي وې. دومره لوئي ګولې چي زه ورته هيښ سوم او بيا نو په داسي حال كي چي خوله به ئې له دې غټي ګولې څخه پړسېدلې وه، خبري ئې هم ښه په لوړ آواز كولې. په دې حالت كي ئې آواز له خولې څخه داسي راوتى تا به ويل تر ستوني دي نيولى دى. يوازي دا نه، بلكي زنګونه هم ورته راتلل او ددې پر ځاى چي د ډوډۍ تر ختمېدلو ئې وځنډوي، په تلفون كي به ئې بانډار پيل كړ. زه هم په خپل خورك لګيا سوم. په دې ترڅ كي له يوه كونجه ږغ راپورته سو. ما ويل چي دعا به كوي خو كه ګورم يو چارواكى د مېز سر ته ولاړ دى او خپله تجارتي وينا ئې پيل كړه چي كوربنو ته ډېر كورودانۍ وايو چي دا مېلمستيا ئې جوړه كړې ده او موږ ددوى په خدمت كي يو. هر كار چي ئې وي، موږ به ئې ورته اجرا كوو. ما په زړه كي ويل چي اوس دي اصلي خبره وكړه. كله چي ډوډۍ ختمه سوله او د رخصت وخت راورسېد، نو يو حاجي صاحب چي خېټي ئې سر دباندي را ايستلى ؤ، د مؤسسې يوه بهرني مسئول ته چي په پښتو نه پوهېدى، په لوړ آواز سره داسي ګلان وپاشل : د مور شېدې مو سه. نامي ډوډۍ وه.

 

 عبدالنافع ثنا - کندهار