لېمې مي ډكي پيمانې دي پـــــــه شوګير د سپوږمۍ

رڼــې چينې دي پكښي وګـــــوره تصوير د سپوږمۍ

ډيــــري د ستورو خـزانې ئې پــــــه ولــــجه كـــــي وړي

زما د اوښكوكاروانــــــونـــــه دي اســــير د سپوږمۍ

ما ئې درشل تـــــه د لېمو كچكول پـــــه سوال ونيوى

پكښي د اوښكو ستــــوري واچول امير د سپوږمۍ

بې شمېره ســــتوري د زخمونو مريـــــدان لــري اوس

زما د زړه پــــــــه ښار كــي واړولــــــــه پير د سپوږمۍ

د ستورو جام مي ــــــپه لېمو كي ترې را پرېووت ثنا

څومره بې باكــــــــه پــــــــر دې لاره ؤ بهير د سپوږمۍ

 عبدالنافع ثنا - کندهار