تــــږو زخمونــــو تــــــــه شېبه شېبه وېشم دردونه

د ارمانونــــــو پـــــــه جامونو كـــي راوړم دردونه

زه ئې پـــــــه امن د هوس لـــــه بدو سترګو غواړم

زه دي خيالونــــو تــــــه جانانــــــــه دودوم دردونه

چيري د هجر مېـــــنه پاتــــــه بې سړيــو نــــــه سي

د زړه پــــــــه وينــــــو مي جانانــــــه لويوم دردونه

ما د بېلتون خـــزان تــــــه ډېــــــره تابــــــيا كړې ده

عشقه ساړه بــــــه دي ونــــــــه سي بلـــــوم دردونه

بيا مي شپه رڼـه كړه ثنا زګېروى مي اورې كه نه

بـــــيا ئې خيالونـــــــه مستومه كړنګـــوم دردونه

 

عبدالنافع ثنا