مظلوم جان

دفارســـــي خبــــري پرېــــږده دپښــــتوخـــبري واوره

پښـــــتوژبـــــه ددرنـــــوده ددرنـــــــــوخبـــــــري واوره

پښتودم دغیرت پوکی دکوچني غـازي په غوږکي

چي په توره یې شرنګ وکړی دهغــــوخـــبري واوره

دمیرویس نیکه له قبره داخـــوت ګلــــونـــــه زیــــږي

پـــه پـــــېغام کښي راتـــــه وایي دشملوخبري واوره

دپښتوپـــــــه ځیـــــږه غیږکي دخوشال غیرتي چغي

زموږغوږوتـــــه راځي وایـــــي دجنګوخبــري واوره

وطن پلاردهرپښتون دی پښتومــوردپښتانـــــه ده

موراوپلارچي هرڅـــــه وایي ددوی دوخبري واوره

چي سرونـــه وړي په لاس کي اوپښتوپالي په وینو

دغــــه خــــلګ مېــــــړني دي ددغـــــــوخبــــري واوره

پښتووایه پښتولیکه په پښتوکي ډېــــــرثواب دی

مظلوم جان پښتون پرسته!بس داڅوخـــبري واوره