لیکوال: نصیراحمد«احمدي»
پلار په خواشينۍ وويل:
_تا هېڅ هم نه دي زده کړي!
د ماشوم سر وځړېد.
پلار وويل:
_څلور مياشتې يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهېږې!
د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_سړيه! تر اوسه خو لا په اول صنف کې دی، زده به يې کي.
د سړي تندی تريو شو، لاسي بکس يې ور واخېست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.
ښځې ماشوم ته وکتل، ورو يې وويل:
_ګوره زړګيه! ته بايد خپل درسونه ووايي، د پلار خبره دې درپه زړه که، ويل يې چې که په سبقونو کې تکړه وې، نو يو ښکلی کوچنی بايسکل درته اخلي.
ماشوم په حيرانۍ ورته کتل...
ښځې د ماشين لاستی تاو کړ، ورو يې وويل:
_هله ګرانه! د مکتب وخت دې دی !
هلک بکسې ته لاس ور وغځاوه، بوټونه يې په پښو کړل، د باندې ووت.
هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندي روان ول، يو لاروی وردمخته شو، ماشوم يې تر لاس ونيو، د سړک تر بلې غاړې ورسره لاړ.
پاو وروسته ماشوم په ټولګي کې و، معلمې يې پر توره دړه د الفبا توري وليکل، په لوړ غږ يې وويل:
_خوب قندولکا! الفبا را سه سه بار در کتابچه هايتان بنويسيد!
ماشوم په حيرانۍ سره خپلې کتابچې ته کتل...
شېبه وروسته معلمي وپوښتل:
_قندولک! تو چرا نوشته نميکنى؟
ماشوم ورو وويل:
_څه ؟
د معلمې شونډې وخوځېدې::
_چه گفتي؟
هلک بيا خپله خبره تکرار کړه!
_څه وکم!
معلمې تندی تريو کړ!
_بچيم! مه پشتو ره نميفامم ! تو چه ميگى؟
ولاړه شوه ، د يوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالۍ يې وويل:
_آفرين بچى لايق، چقه زود نوشته کدى!
د تختې پر سر پر يوه لوی کاغذ ليکل شوي وو :
(( په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی. ))
پای