ویناوال :عادل اڅکزی چمنعبدالسلام بابا

کوږک نومی تاریخي اوږدپراخ اودنګ غرچي سمیزخلګ یې منځه یادمنځي غربولي دنموړي غره دپیتاوي یاختیځ اړخ ته دشالباغ (شېلاباغ) څخه پرپنځه میله واټن دکُتب (شمال)خواته ښاخه نومې شنه اوسمسوره دره دلیدونکوسترګي دځان ولورته جلبوي په دې دره کي خړاوخاورین کورونه پرغونډیواولږاواره غرنۍ مځکه ودان سوي دي داکورونه دیوه کلي بڼه وړاندي کوي

دکلي خلکوولوی څښتن ته دعبادت په موخه په ګډزیاریوخړماجت (مسجد)هم پر یوه غونډۍ جوړکړی دی چي له ورایه ښکاري دهمدې کلي وګړي دکلیوال اوساده طبیعت خاوندان دي دلته اوس هم دپښتني دوداوکلتورزاړه اولرغوني کړه وړه ترسترګوکیږي دنوموړي کلي معنوي ځانګړنه داده چي دپښتوژبي مبارزشاعرارواح ښادقاضي ملاعبدالسلام اخونددلته دژوندانه ډیري شپې په خپل کورکي سباکړي دي بایدووایم چي زموږدغه مفکرشخصیت په ۱۸۷۷مېلادي کال دملاحبش اخوندپه کاله کي دې نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي اولومړنۍ زده کړي یې دخپل کلي په ماجت کي پرخپل پلاربزرګوارولوستلې ورسته یې بیادلوړودیني زدکړولپاره کندهار، پښین اوشالکوټ (کوټه) ته معنوي سفرونه وکړه کله چي لالوستکی  (طالب)ؤ په دې وخت کي يې لادپښتولیک لوست سره جوړه سوه زموږدې باکماله اوملت پاله حق ویونکي شاعرپه سینه کي دننه یواحساس زړه درلودځکه یې شپه ته شپه اوورځ ته یې ورځ ویل په خپل ټولنیزژوندکي داسلامي عوامرودپلي کېدوډېرکلک پلوی ووچي کله به هم دخلګوترمنځ په یونه بل ډول کومه بنده یاشخړه رامنځ ته سوه نوچي کله به قاضي ملاعبدالسلام اخونددمنځګړي په حیث هلته حاضرسو نوداسي عادلانه پرېکړه به يې وکړه چي دواړوفریقینوبه غاړي ورته کښېښودې په عادي ژوندکي یې دډیروخلګوترمینځ شخړي په بې پرې ډول ورهواري کړلې چي له همدې کبله دټولني دخلګوله خواڅخه دقاضي په لقب ونومول سو

په کوم وخت کي چي استعماري انګلیسي لښکروپربرصغیردواکمنۍ منګولي ښخولې نودوطن رښتني اولاددشین سترګوفرنګیانوسره په کلکه اونه ستړې کېدونکې مبارزه بوخت وو

قاضي ملاعبدالسلام دقلم له لاري دانګلیسي تېري کونکوسره خپله مبارزه په مېړني وجدان اوتوندفکرخوځنده توده ساتله په لاندي اشعاروکي دفرهنګي دلاسه دوینوتویول دبچه سقه دلوټ ماري توري دورې ذکراوبیاخپل ځان اوقام ته مخاطب دی چي هغه شهیدان بایدهېرنه کړوچاچي دخپلي خاوري اووطن پرناموس اوخپلواکۍ خپل سرونه نذرانه کړه

 لکه چي وایي :

خونرېزي دفرنګي جاري سبحان کړه

رهزني مودبچه سقه ارمان کړه

شهیدان په یادلره عبدالسلامه!

هدیره هم غمزده اوښکوطوفان کړه

که یوې خواته زموږدغه مبارزشاعردبچه سقه بدي کړني اودظلم توربهیرونه موږته راپه ګوته کوي نووبلي خواته بیادشاه امان الله خان غازي ددولت پرسکوت دغم نغارې ترقلم راباسي

دامان ریښې یې کښې عبدالسلامه!

پردوښمن دده به څه رنګه سرپه کړم

قاضي ملاعبدالسلام اخونددافغان حکمران شاه امان الله غازي ددولتي دورې پلوی وو ده دنوموړي  باچاپه مدحه کي ډېرزیات شعرونه قلم بندکړي دي لکه په یوه شعرکي چي وايي:

پرغازي امان الله عبدالسلامه !

کتاب نه دی کښلی بل شاعربې تا

انګرېز سامراج چي کله دخپلوناوړودسیسوله امله په ګران افغانستان کي دننه خپل تالۍ څټي مزدوران وروزل نوبیايې ددوی په توسط خپل بې بنسټه درواغجن تبلیغات پیل کړل چي په پای کي يې شاه امان الله خان غازي دې ته اړیستی چي دجلاوطنۍ کړکېچنه لارخپله کړي زموږددې باچاجلاوطنۍ ډېری هیوادوال په زړونووځورول قاضي ملاعبدالسلام اخوندهم په هغوخلګوکي دی چي په دې نه زغمېدونکي پیښي زیات وځورېدی

 لکه چي وايي:

چي سلطان امان الله راسه جلاسو

ګړدوطن اووه اقلیمه کربلاسو

سوسن چمن زموږددې سپین ږیري اوځیرک شاعرهغه شعري ټولګه ده په کوم کي چي نوموړي ډېرځیږه سپین اوله برمه ډک شعرونه لیکلي دي دسوسن چمن نومي ټولګي شعرونه دخپل وطن ټولنیزي اوتاریخي پیښي بیانوي ددې سره سره پرخپله خاوره دفرنګي زورځواکی یرغل ته دمبارزې توره سوهانوي اوزلمي ځوانان یې په برېښولودپاڅون لاري ته راهڅوي سوسن چمن نومې شعري ټولګه دغلامۍ زینهاردپښتانه وجوددغاړي څخه کښل غواړي اوورسره پرخپله مورنۍ خاوره دخپلواک لمرزریني وړانګي شیندل غواړي په هغه نامساعدوحلاتوکي داسي کلکي خبري کول دغره سره دډغرودوهلوپه مثال ووهمدالامل ووچي دسوسن چمن شعرونه دفرنګي پراستحصالي وجودداسي ښخېدل لکه په زهرولړلي تېره غشي

پای دسوسن چمن ډېری چاپي نُسخې انګرېزلوپوړوچارواکوپه خپلوناپاکولاسونوداورلمبوته واچولې لکه زموږدغه تخلیق کارشاعرچي وايي:

فرنګي سوسن په اورکي واچاو

پرماهم دابراهیم مصیبت راغی

دافغانانولپاره دشاه امان الله خان غازي بیرته راتګ لټوي اوله خپل روڼ اندۍ په هښمه کي ورمعلومیږي چي په هیوادکي بیرته دده باچاکېدل به سوله پرمختګ اودعلم روڼارامنځ ته کړي افغان ولس ته وایي چي خپلي خاوري له په ویښو ولولوهمدې غازي امان الله خان داستقلال ځل اوبل مشال راوړاوستاسوکامیابي هم په دې کي ده چي تاج بیرته دده پرسرورکښېږدی شاعرخپل رب (ج)ته هم لاس په لپه دی چي زموږهغه دبرم سمبول بیرته خپلي مورني اوپلرني وطن ته راستون کړه

لکه چي وايي:

پښتانه مخي سیالان کواستقلال ستا

تاج دي بیرته پرسرکښېږدي ذوالجلال ستا

که څه هم دفرنکي سره په مبارزه دوطن بچي په ایماني اوپښتني قوت بوخت ووخومقابل لورته انګلیسي لښکري په عصري وسائلوسمبال وې سربېره پردې بیاهم دجنګ محاذونه په شوراوحرکت کي وو زموږدغه باعمله شاعرپه دې وخت کي په یوه شعرکي داسي وایي :

فرنګی چي بارسوبیرته وطن زموږدی

پرمکه  نبي دغسي فتح وکه

دخپلوملګروهجران په زړه داغلی قاضي عبدالسلام اخوندوداسي شعرونولیکلوته هم اړکړ

ملګري راسه لیري ولاړو بارتړه تلوارکوم

یواځي واجل ته په فاني ښاخه کي څارکوم

رهي سومجلسیان عبدالسلام وغم دننه یُو

په څه سترګي به پس له دې دنوي باغ دیدارکوم

 قاضي ملاعبدالسلام اخوندهغه شخصیت دی چي ډېرڅه ورباندي لیکل کېدای سي ده وپښتوادب ته درې کره اوترپاخه فکروتلي ګټورکتابونه ورپېرزوکړه

۱-سوسن چمن ۲-طلب مذهب ۳-زردانه دُر

لکه وړاندي چي مي وویل:چي دسوسن چمن شاعري رزمیه بڼه لري دخپل وخت دټولني پیښي اوتاریخي واقعات بیانوي دطلب مذهب شاعري مذهبي رنګ ډېرلري اسلامي مسائل اودهغه حل په خپل متن کي وړاندي کوي زردانه دُر نومې شعري ټولګه په خپله غېږه کي دزروپه شمېراشعارراوړي اودشاعرله وصیت سره سم دغه کتاب دده دمرګ څخه دېرش کاله ورسته دچاپ په ګاڼه پسولل کیږي زموږدغه مستقل مزاجه شاعرخپل ټول عمرپه مادي مسکنت اوغربت کي تېرکړخومعنوي رڼاوي یې لورپه لورخورې کړې

پای پخپل کلي ښاخه کي یې دشپُږنیوي کالوپه عمرکي دجنوري پر۲۶مه ۱۹۷۴مېلادي کال له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګي پټي کړې اودخپل کلي په هدیره کي خاوروته وسپارل سو

ارواح دي ښادوي اوپرګوردي يې نوروي

یادونه :دالیکنه دپښتوادبي تړون چمن په هغه مشاعره کي واورول سوه چي دملاعبدالسلام اخوندد۳۵تلین په مناسبت په چمن کي  پرنېټه د۲۶جنوري ۲۰۱۰جوړه سوې وه