دبېلتانــــه کــږلېچه شپـــــه کي بل څـــــه نـــــه لټوي
شاعر نــــظر راتــــه د سولـــــي سپين مرغـــــه لټوي
يو مين کس دی ازمويــــنه دخپــل عشق ورکــــوي
هـــــر يو ځواب دتانــــدي ميني پــــه خــوالـــه لټوي
دې خړ اولس تـــــه ده اړتيا د يـــوه داســــي رهـــــبر
چي زړور وي خيــره لانـــــدي تـــــر نـــــوکـــــه لټوي
د بې وسۍ پـــه تياره وخت کې بې خوځښته اوسم
د فــــراق سرې اوښکي مــــي لار د ګرېوانــــه لټوي
چي د روڼ انــــد پـه وزر پورتـــــه سي قلم عادلـــه ؛
پــــه ډېـــر هنــــر بيــــا رغاوی د وران کالــــه لټوي
عادل اڅکزی / چمن محکومه پښتونخوا
١٥ مارچ ٢٠٠٩م کال _ چمن