تورې تيارې دي د وختونــــو ډېوې بلې نه شوې
زمونږ د چم پر ديـــوانونـــو ډېوې بلې نـــــه شوې
ښکاري چې ژوند مو وي له کلي څخه کډه کړي
د چا پـــــه کور د اخترونـــو ډېوې بلې نـــــه شوې
د وخت سيليو مو د هيلو غوټۍ خاورې کـــړلې
د يـــــوه زړه د اميدونـــــو ډېـــوې بلې نــــــه شوې
چپې د اوښکو مو د سترګو ګــــردابونو کې دي
زمونږ د شاړو جوماتونو ډېــــوې بلې نـــــه شوې
منبر په خاورو کې سپېره جومات امام نــــه لري
اذان خاموش، د محرابــــونو ډېوې بلې نه شوې
د تروږمو ديوانـــــــو مړې کړې دښکلا ښاپيرۍ
د ړنګو بنګو محلونـــــو ډېــــــوې بلې نـــــه شوې
وايــــي« نصرت» اى د نـــــړۍ د ښکلاګانو ربــــه
زمونږ د خاورو د کورونو ډېـــــوې بلې نــه شوې