حبيب الرحمن تاثير په كوټه كي

د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له خوا يوه ورځنى سمينار وشو

په كوټه كي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د ليكوال شاعر او د پښتون سياسي مشر عزيزالله غمزده په ياد غونډه وشوه

نن يكشنبه د جنوري د مياشتي په لسمه نېټه په كوټه كي يوه درنه او په زړه پوري يوه ورځنۍ غونډه وشوه، په دې غونډه كي چي د شاعر ليكوال او پښتون سياسي مشر خداى بخښلي عزيزالله ماما د لومړي تلين په ياد جوړه شوې وه په كوټه كي سياسي مشرانو ليكوالانو او اديبانو د ماما په ژوند، فن او سياسي مبارزه باندي رڼا واچوله.

دې يوې ورځنۍ غونډي ته چي د كوټي په اداره ثقافت كي جوړه شوې وه د سوهېلي پښتونخوا له ټولو سيمو څخه شاعران ليكوالان او سياسي مشران راغلي وو. په دې غونډه كي د ماما په ژوند، فن او سياسي حالاتو باندي يو شمېر مقالې وويل شوې او د ماما مرګ يې په سيمه كي د ټولو پښتنو لپاره يوه ستره ضايع وبلله. هغوى وويل چي ماما يو نه ستړى كېدونكى مشر و او واړه عمر يې د خپل قام او ژبي په چوپړ كي تېر كړ، دوى دا هم وويل چي ماما له شاعري او ليكوالي سره سره سياسي لاره هم خپله كړې وه چي په دې ارمان تورو خاورو ته ورټيټ شو چي خور وور پښتون يې يو ونه وليد، وايي چي ماما به همېشه دا خبره كوله چي تر څو پوري پښتون قام د زدكړي وخواته فام نه وګرځوي تر هغو پوري به همداسي در په دره وي.

د غونډي په جريان كي شاعرانو ماما ته شعري ډالۍ هم وړاندي كړې چي په تالار كي ناستو درنو مېلمنو د ماما په اړه باندي هر شعر اورېدو او له شاعر څخه يې د بيابيا اورېدو غوښتنه كوله.

په غونډه كي ويناوالو مشرانو او او ليكوالو پښتو ادبي غورځنګ ته داد وركړ او د ليا برياليتوب غوښتنه يې وكړه او دا وويل شول چي پښتو ادبي غورځنګ همېشه خپل مشران كه هغه مړه وي او كه ژوندى ستايلي او  د هغوى په ياد يې غونډي جوړې كړې دي.

د عزيزالله ماما (غمزده) په ياد جوړه شوې دا يوه ورځنۍ غونډه سهار په لسو بجو پيل او له كومي وقفې څخه پرته ماښام ناوخته په داسي حال كي پاى ته روسېده چي د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه په ماما پسې د خېرات ډوډۍ وخوړل شو.