ليکوال :عادل اڅکزی جنوبي پښتونخوا - چمنهریورمجله اوسوله مجله

ډېردویاړاوخوښۍ وړخبره داچي نن سبادپښتوژبي دچوپړپه موخه دپښتوژبي رښتیني مینان اوفرهنګ پالونکي ځوانان دویښ احساس له مخي لګیادي ګراني مورنۍ ژبي پښتوته په خلاص مټ بې له کوم غرضه په پاک نیت چوپړکاندي په نن دور کي دپښتوادب په سپېڅلي ساحه کي دنورولاس ته راوړنو،زیاتونواوپر مختګونوپه شمول داخبره دنیکمرغۍ دزیري وړده چي پښتومجلې هم په زښت زیات شمېرکي دچاپ ترکومي راوځي .

په نژدې وختونوکي خبرسووچي دګران افغانستان د لرغوني ښارهرات څخه فرهنګي ملګرو خپله فرهنګي ټولنه دانټرنیټ پرنړیوال جال دمورچل ویبپاڼي په توسط وصل کړله .  ذکرسوې ویبپاڼه دسپیني ادې دکلتوري ټولني قدرمن غړي دخپل ارزښت مندوخت په مصرفېدوسره ځلانده اوفعاله په پښتنه مینه سره ساتي دژورنالیزم داوصولوسره سم وخت په وخت نړیوال اوکورني خبرونه کلتوري اوادبي راپورونه اوتوکي پکي خپروي .

څومیاشتي وړاندي یې دهریرودپه نامه یوه ښکلې فرهنګي مهالنۍمجله دپښتوادب پرلمن وغوړول چي وموږته ددوی ګړندۍ هڅي په زباتوي .((هریروددهرات په سیمه کي دیوه تاریخي اولوی رودیاورودنوم دی چي سروکال بهیږي))  چي خبري راڅخه اوږدې نسي دهریرود مجلې په اړوند به دومره ووایم چي که څه هم دسپيني ادې دکلتوري ټولني دادبي دوستانو دالومړنۍ تجربه ده ، دمجلې په برخه کي خو بیا هم ددوی دغه زیار

دقدر وړ دی ، دمجلې دپښتۍ لومړی مخ ئې په انځوریز ډول دهریرود ښکلی منظم په خپله غېږکي وړاندي کوي ، له دې سره سره دهرات تاریخي ودانۍ او لرغوني ځایونه هم دانځورونو په بڼه دلوستونکو  سترګو ته ځلوي .

دهریرود په مهالنۍ او لومړۍ ګڼه کي پښتو نثر او نظم دواړه پکي ترسترګو کیږي پر سرمقاله سربېره دوویشت نثري لیکني پکي ځای پرځای سوي دي ، چي لیکوالان ئې بېلابېل دي باید ووایو چي دغه نثري لیکني تخلیقي ، اسلامي ،   تحقیقي ، انتقادي او تاریخي بڼي لري .

شعرونه چي پنځلس پوري پکي ټومبل سوي دي ، شاعران ئې بېلابیل او یو ونیم شاعر یې تکرار لري چي په بنګ کي درنګ دګډېدو بڼه خپلوي .

کاغذ یې تک سپین دی او دکاغذ کچه یې اتیا(۸۰) ګرامه ده چي په بیه ګران کاغذ بلل او رانیول کیږي ، که څه هم هریرود کمپوز په برخه کي یو شمېر تېروتني لري خو لومړنۍ تجربې ته په پام سره بیا هم بریالۍ ښکاري ، خو په دویمه ګڼه کي یې باید کارکوونکي له پام، فکر او دقت څخه کار واخلي .

اوس نو راځم دهریرود مجلې همزولي ته چي سوله مجله نومیږي .

سوله نومې پښتو مجله په داسي وخت کي زموږ تر سترګو کيږي چي په رښتیا سره لراو بر افغان ملت ته تر هر وخت نن زیاته دسولي اړتیا محسوسیږي .

سوله مجله چي ترکومه حده ما ولوستله که څه هم دا دتنکیو ادبي ملګرو لومړنۍ هڅه ده ، خو بیاهم دمطالعې سترګي دځان ولوري ته جلبوي .

که څه هم دسهیلي پښتونخوا په سیف الله کلانومي ښار کي دهغه ځآی پښتني فرهنګ پالونکو ځوانانو څو کلونو وړاندي په خپل ښارګوټي کي دپښتو ادبي ټولني په نامه دیوې ادبي ټولني بنسټ دپښتو او پښتونوالي سره داورنۍ مینه پر اساس کښېښود ، وخت په وخت تر خپله وسه ادبي غونډي ، سېمینارونه او مشاعرې جوړوي ، خو تراوسه پوري بیخي دپښتو مطبوعاتو په برخه کي کارنده یا دیادوني وړ رو ل نه وو لوبولی ، دسولي په خپرېدو سره او دزبات په ډول ویلای سو چي دې فعاله ځوانانو  دچاپي رسنیو په ډګر کي دسولي مجلې په نامه لومړۍ تجربه وکړله او دعمل پر ستونزمنه لار یې خپل با استقامته قدم واخیست .

لکه څرنګه چي یې نوم سوله ده خو دلیکنو او شعرونو څخه یې موږ ته داسي ښکاري چي داتنکۍ سوله مجله خپل لراو بر افغان ملت ته په معصومه خوله له لویه خدای دائمي سوله په لورېدو غواړي .

دغه دسولي مجلې ویاړمن ملګري باید لا دې ته وهڅول سي چي خپلي مورنۍ ژبي پښتو ته دسولي مجلې له لاري چوپړ وکاندي دایو متل سوی حقیقت دی که دژوندانه په هر څآنګه کي تشویق او هڅونه دوګړو لخوا د یو چا داوسي نو په باوري اند سره شونې ده چي ډېري وتلي او اغلي څهرې به  په ښه ډول خپل کارته په پاک نیت زړه ښه کړي او له هم دې خپل کارسره به یې دزړه له کومي جوړه سي په اصطلاح په خپل کار به یې زړه کښېني ، دیو چا چي پرخپل کار زړه کښېني نو بیا دی په دې خپله څانګه او کار ځآی کي په خلاص مټ په ورین تندي روزنه اوپالنه هم ترلاسه  کولای سي .

که دې ځوانانو نن دسولي په نامه کومه پښتو مجله اجراء یا تاسیس کړې ده ، په کار ده چي دې ګټور ادبي کار او زیار ته يې ښه راغلی او هرکلی دعمل په چوکاټ کي ووایو البته دخلې (خولې) ترحده نه بلکې دعمل په زرینه جامه کي يې باید بدرګه کړو.

دسولي همکاران باید چي دهمدې خپلي مجلې له لاري نوي ادبي ځوانان دمیني او هڅوني په چوکاټ کي وروزي ، له دوی څخه یوه ادبي غوښتنه داهم کوم چي هغه مواد دخپلي سولي په سپینه لمن وټومبي چي زاره ترکي پښتانه قام او درپدري پښتو ژبي ته یې ګټه ورسیږي .

دپښتو سره دمیني پراساس دي  دهغو خلکو له لیکنو او اشعارو چاپولو او خپرولو څخه ډډه وکړي څوک چي زموږ په ژبه او ادب کي دنورو په لمڅونه تخریبي حرکتونه کوي ، لنډه یې داچي دسولي مجلې مسؤلین دي خپل او پردي پخپل ځیرک نظم وپېژني او خپل ته دي دخپل او پردي ته دي دبېګانه په سترګه وګوري .

پښتانه وايي :

مړونه ګوره برخي ویشه

سوله مجله باید په ګډه دلستوڼي له مارانو څخه وژغورو .

دسولي مجلې مسؤله ډله دي داخبره دوړاندیز په توګه له ځان سره خوندي کړي چي په مجله کي دي یوه ځانګړې برخه وټاکي  وهغه ته دي دسهېلي پښتونخوا دتاریخ نوم ورکړي په دې برخه کي باید په هره ګڼه کي یوه یوه داسي مفصله او پر مغزه لیکنه  په دوام داره ډول ولګول سي ، چي لوستونکي دسهیلي پښتونخوا په تاریخي او سیمیزو پېښو خبر او آګاه کړي .

د سولي مجلې په  لومړنۍ ګڼه کي چي اشعار راغلي دي ، ددې اشعارو ډېری  برخه دپښتو په بېلابیلو ویب پاڼو کي زما ترسترګو سوي دي خو دلته (سوله مجله کي)هم هغه شعرونه خپاره سوي دي ، که دسولي مجلې ملګر و دغه شعرونه د ویب پاڼو څخه رااخیستي وي نو دادبي او ژونالیستي اصولو سره سم په کار داده چي دوی دهغه ویب پاڼو ذکر او اخیستي سرچینې یا ماخذ په توګه کړی وای .

په سوله او هریرود مجله کي یو تړاو ما داولیدی چي دښایسته وفا نومي اغلي شاعري دوې بېلابیلي غزلي مي پکي ترسترګو سوې ، څښتن تعالی (ج) دي وکړي چي په اوسني دور کي زموږ په پښتو ادب کي په رښتني ډول ښځینه شاعراني او لیکوالاني لا ډېري کړي چي دوروڼو ترڅنګ خوېندي هم دپښتوادب روزنه پالنه په اخلاص

 ا وشهامت سره وکړي .                                                        

ماخذ:دهریرومجلې له دوهمي ګڼي څخه