څلوریزه

عمل بـــه یــــې پرمخ بــــوزي احساس بــــه بــــری راوړي

کیڼ لاس سرپـــه بغل کـي وړي ښی لاس به بری راوړي

چــــي زیـــــږي لــــه افـــــراطه دامستي تـــــش ناکامي ده

پیـــــداچي لـــــه احتیاطــــه سي وسواس به بری راوړي

---------------------------------

دښکلاخوب 

چي څوورک نــــه کړم لــــه سره داشــناخوب

ترهغې دي خدای غالب نه کړي پــرماخوب

کړه دسولي وینا،خیرکـــه دجنګ شپې دي

پـــــه تیاروکــــي خلک ویـــني درڼــــاخــوب

پـــردی کــــټ ترنیمــي شپې وي ،دامتل دی

پر ،پردی بړستن پاتیږي نیمــــــه خواخوب

خدایه ویښ مي کــړې دپوهي په تاوده لمر

نـــــورمــي بس دی دتیارې شبي یلداخوب

څــــوک چي فکرپــــرپښتون دبــاداری کړي

و   روان سـیندتــــه دي ووایي هــــمداخوب

خدایه دومره افغانان بروحدت ټینګ کړې

یولـــه بل څـــــخه چي نـــــه ویني جــــلاخوب

څـــــه تعبیرخوراله راکــــــړه یــوسف مخې؟

زمابـــــدرنګـــه زړه لیدئ ستادشکلاخوب

چي لیدل دي  راڼــــه ستــــوري ښکلي سترګـي

خامخاخاکیاره ښه رنګ لـــري ســـــتاخوب

عنایت الله خاکیار- چمن