نیکي هیلي او سلامونه

د روان ویاړمن او پتمن سېمینار درنو مېلمنو او قدرمنو کوربنو روغ جوړ خوښ او بریالي اوسئ

داچي تاسو نن له ویښ او پښتانه احساس له مخي د خان شهید ۳۵م تلین په خورا درنښت او لېوالتیا سره لمانځۍ

         موږ د پښتو ادبي تړون چمن ټول غړي د زړه له کومي ستاسو سره په دې کار او زیار کي همږغي او همنظري یو

ویل کیږي چي تر انفرادي فکر ، اجتیماعي فکر ته په دې اولیت او ترجیح ورکول کیږي چي په اجتیماعي فکر کي تش د ځان نه بلکې د جهان ښېګڼه نغښتې وي ، څوک چي اجتیماعي فکر خپل کړي نو هغه کس ته ټولنیز یا اجتیماعي شخصیت ویل کيږي ، همدغه اجتیماعي فکر دی چي یؤ څوک د انسانیت لوړو پوړیو ته خېژوي

نن که موږ ۳۵ کلونه وروسته د خان شهید عبدالصمدخان اڅکزي یاد لمانځو دا له دې کبله چي ارواح ښاد یؤ اجتیماعي او ټولنیز فکر لرونکی شخصیت وو ، دهْ په ژوند کي دا سپېڅلې ارزو او تمنا لرله چي خپل ځپلی قام د سیالانو قامونو په لیکه کي ودروي ، دهْ خپل قام ته پخپله مورنې ژبه کي تعلیم او پوهه ورکول غوښت ، دئ د خپل بې نومه او بې شناخته قام د نوم او شناخت په لټون کي وو ، دئ د خپل بې سرنویشته او بې برخلیکه قام، د غوره سرنویشت او غوره برخلیک ټاکلو په هڅه او هاند کي وو ، د خان شهید خو ګناه دا وه چي خپل قام یې د بل د ظلم او جبر څخه ژغوری او ورسره ورسره یې همدغه خپل کړېدلی قام د جهل له تاریکو څخه د رڼا وخواته راایستو وی له همدې لامله د وخت ستمګرو حکمرانانو خان شهید په وارو وارو په ناحقه بند محکوم کړلو او د فرنګ د زیندان د تورو تمبو شاته یې ودراوی ، د ژوندانهْ پسرلی معنا د خپل ژوند ځواني یې په بېلابیلو زندانونو کي زړهُ کړله ، زموږ دغه لوی شخصیت او ستر مبارز ۳۲ کلونه د زندانونو او جېلونو د تورو تمبو شاته په ډېره زړورتیا او همت سره په بند کي د قام د سر لوړی په خاطر وګاللو

خان شهید د خپلي رښتني مبارزې او جدوجهد له پاکي لاري دا عوښت چي قام یې د غلامۍ او سرټیټۍ له تنګ او تیارهْ بهیره را ووځي او د اذادۍ او خپلواکۍ په خلاسه،صفا او روښانه فیضا کي د هوسایني ساه واخلي

خان شهید د خپل قام او ملت نه ستړی کېدونکی  خدمتګار شخصیت وو د خپل اولس او خپلي ژبي خدمت یې ملي مرام اوکلک شعار وو

خان شهید یؤ اړخیزه نه بیلکې څو اړخیزه شخصیت وو

دهْ بېلابېل اړخونه درلودله لکه سیاسي ، ادبي ، صحافتي ، قبایلي او نور ..... لنډه یې داچي خان شهید په عملي توګه موږ ته ځان د یؤ ښه مثبت سوچ او پراخ نظر لرونکي شخصیت په ډول  څرګند کړ پر دې خبره د تارېخ پاڼي شاهدي ورکوي

زموږ دې کلک مېړني مبارز پای خپل ځان د قام ملت او ژبي پر سر قربان کړ

راځئ چي موږ نن پخپلو کي سره ژمن سو چي د خان شهید پر سپېڅلې کړنلاره به د خپل عمل قدمونه ږدو چي نور نو ځورېدلي ، کړېدلي قام او رنځېدلي ، سوځېدلي ژبي ته مرهم او کرار ولټوو

د پښتو او پښتانهْ د سمسورتیا او پیاوړتیا په هیله

د پشتو ادبي تړون چمن مسؤل عادل اڅکزی

چمن محکومه پښتونخوا

۷دسمبر ۲۰۰۸م کال