پښتوادبي تړون چمن میاشتیزه ناسته وکړه تېره ورځ ماپښین مهال پر نېټه ۲۰۰۹ / ۱ / ۲۵ په سلام با با کتابتون کي پښتوادبي تړون چمن خپله تنظیمي ناسته تر سره کړه، ددې ناستي د ګډونوالو نومونه په دې ډول دي شېربهادراڅکزی،نظرمحمد درمان،عبدالغفارمظلوم جان،مطیع الله شاهین،نعمت الله پښتونیار او عادل اڅکزی د غونډي پېل په تلاوت کلام پاک سره پښتونیار وکړ او د ویاندویني چاري عادل پر مخ بېولې ددې سره د غونډي صدارت شېربهادراڅکزي ته وسپارل سو لومړی ټولو ملګرو په ګډه د پښتو ژبي د پیاوړي او منلي لیکوال جعفرخان اڅکزي پر ویرجنه مړینه د غم څرګندونه وکړه او د نوموړي مړینه یې په پښتوادب کي یوه نه ډکېدونکې تشه وبلله،وروسته د ارواح ښاد هر یوه جعفرخان اڅکزي او ملاغلام یحیا د روح د خوښۍ دپاره دعاوسوه،باید ووایم چي ملاغلام یحیا د پښتو ژبي یؤ سپین ږیری شاعر وو چي په تیرو شپو کي له فاني نړۍ څخه د ابدي جهان پر لوروکوچېدۍ زموږ دې نوموړي پښتون شاعر پخپل ژوند کي لا پښتو ادب ته خپله معنوي پېرځوینه معنا کتاب د کان ګوهر په نامه وړاندي کړ د ناستي په جریان کي ټولو ملګرو په یوه خوله په چمن کي د جنګ اردوورځپاڼي خبریال نورزمان هغه کړني او مېرنی چلن په کلکو ټکو وغندی چاچي دا وخت ددې ځای له پښتنو لیکوالو سره رواني ساتلي دي د غونډي په پای کي یوه مهیمه پرېکړه دا وسوه چي پښتوادبي تړون چمن به د فروري پر اتمه (۸) نېټه یوه خپلواکه پښتو مشاعره جوړوي ، بله تنظیمي ناسته به د تړون د غړو تر منځ د فروري پر څلورمه نېټه وي ، چي د مشاعرې دجوړولو لاري چاري به پکي سنجول کیږي