دمطُرب لـــــــــــــه ګوتـــــو سرې اوښکې راڅاڅي

لــــــــــه نغمې يې څــــه رڼې اوښکـــــــــې راڅاڅي

سپوږمۍ زما پــــــــــه حال ژړا کړي نيمه شـپه ده

دکوټې لـــــــــــه دريڅـــې اوښکــــــــــــې را څاڅي

پـــه سپين مخ يې چې سرې شونډې ورخطا شي

يار لــــــــــــه ياره کړي ګيلې اوښکـــــــې راڅاڅي

دکـــــــوڅې ورخـــــــــطا غېږه خونـــــــــــد دحورې

پښې دپېغلې چې شي مــــــړې اوښکې راڅاڅي

داشـــــــــــــنا غم ميخانې تــــــــــــــه يم راوســــــتی

چې لــــــــــــــه سترګو دتوبــــــې اوښکې راڅاڅي

دمنګل دژونـــــــد سنـــــــــدره شـــــــــــوه نيمګړي

ياره ســـــــــــــتا چې لــــــــه ټپې اوښکـې راڅاڅي

طالب منګل