وطن برباد کړو سپين پګړو که سپينو خولو که دواړو
دې کور ته اور پورې کړو خپلو که پردو که دواړو
په سپينه ږيره هلک چا کړې د سرحد پښتونه
ته خو ډير دروند وى دا سپک چا کړې د سرحد پښتونه
 لکه د ګډې اصيل چا کړې د سرحد پښتونه
دې شنو نوټونو انګريزو که کابلو که دواړو
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ پښتونه چا کړلې ته
لکه د سپې په خپلو غوښو چا لګيا کړلې ته
چاله اسلامه او خپل ځانه نا اشنا کړلې ته
د خان پيالو د فساد ډکو مسلو که دواړو
هستې نيستې دې په دنيا کښې نامعقوله چا کړه
ناسته ولاړه ښکته پورته دې مجهوله چا کړه
سوال او زارۍ دې د خداى در کښې نامقبوله چا کړه
دې بې اخلاصه عادتى مونځ او روژو که دواړو
د خداى په پاک کلام الله باندې ښپې چا کېښودې
لارې د خپل رسول الله او وايه چا پرېښودې
د ميراث پاڼه له قران شريف نه چا اوشکودې
خان ، ميا، ملا او که جاهلو پښتنو که دواړو
دين په دنيا باندې ووايه اخر چا بدل کړو
خير د خپل ځان چا د اسلام په خير خواهئ دل کړو
هغه شين باغ د ابراهيم ووايه چا جلبل کړو
نمرو مردود که د رسول ميرثا خورو که دواړو
چا کينولى رښتيا وايه د اغيارو درته
کوم شي محتاج کړلې چار پايه د کفارو درته
 پرانيستې مټې چا روان کړلې د خير نه شر ته
د جاپان زيړو شنو بوسکو له مشدود که دواړه
ته خو زمرى وروره ولى غريدلى نه شي
وطن تباه شو ته له غاره راوتلى نه شې
څه درنه يوړلو همت چې پاڅېدلى نه شي
د زهرو ډکو چايو شنو تور د شودو که دواړو

¯¯¯