(ډاکټر م – ش لواغر شکردره)

 

لـــــــــــــــه ښاره راغلم چې خوب به وکړم

تســــــــــل لـــــــــه درده او اشوب به وکړم

ستــا څپې چــې راغلى زه يې بيدار کړم

اوس پـــر ما حرام دى چې خوب بۀ وکړم

د پرون نن او سبا ترمنځ يو مناسب تړون او تسلسل د انساني ټولنې د ودى او ارتقا بنياد دى د قومونو د ژوند نظامونه بدليږي د زړو نظامونو سالم او مثبت عناصر پر ترقي يافته شکل کښې ير نوى نظامونو کښې راڅرګنديږي او فرسوده منفى او استحصالي قوتونه به ورکيږي  او فنا کيږي دا د فطرت اصولونه دې چې ټولنه پکې جوړيږي مستحکم کيږي او بشري ارزښتنونه (اقدار) راږوندي کيږي.

دا تمهيد ما پردى وليکولو د دنيا د ستړو ورځو د ګوښې پر خاطر خپلې خاورې پر کشش پښتونخوا وطن د ښکلې د اوبو ډيم تربيلى تر لاړو  د کور بر ملګرو هم ډيره مننه خويو ډير ژور خيال کښې د شنو  اوبو عکسونوکې دخپلې خاورې او ملت د بدنصيبې پر حقله ډوب او زهير شوم چې دومره وسائلو باو جود زه په تيارو کښې ډوب  در په دره د بل درکې سوالي يم ولې د زما نصيب يا تقدير دې بالکل نه بلکې د اغيارو استحصالي شکنجې دې چې زما محبوب وطن پښتنونخوا او با تور ملت افغان يې پر خپل ناروا طريقو باندې د خپلو جائز اسلامې ، انساني وسائل څخه محروم ساتلې دې.

د محبوب وطن پښتونخوا ګلرنګه ګل ورينه ناوه چې په درسته دنيا کښې دخپل فطرى حسن ښکله ډنګو واورينو غرونو لويو لويو او ګڼ ګڼ  ځنګلونو يخو اوبو ډکو سيندونو، خوړو، چينو ډنګو ډنګو ابشارونو رقم رقم  د دارو خاصيت لرونکو بوټو دغلو دانو ډکې او فصل خيزه ځمکې او د ښکلې د خوشبو ګانو نرګسې ګلونو د يو مثالي افرادي قوت لرونکى اولس، نوبل اړخ ته دا ناوه د زړو مذهبونو ، کلتورونو، قامونو، خيلونو اثار قديم دودو و دستورونه ناوه هم ده.

بني آدم چې د عدم نه وجود ته راشي نو د پيدايش پر وخت  د ژړا او کريکو په شکل کښې دخپل جذباتو ښکارونه او اظهار کوي او چې څومره دا ږوند پر پوړې خيجي  هومره هومره دغه جذبات رابرڅيره کيږي او دغه شان د ژړا، غصې او مروريدو د جذباتو سره سره ګڼ نور جذبات لکه خوښول، رد کول دوستي دښمنې او سنجيدګى د ده د شخصيت برخه شي اور دى شه او بد، ښکلې او بد رنګ خپل او پردې د خوږ او تريخ د  حقيقت نه ورو ورو اشنا شي پر دغه څيزونو کښې د ځينو سره الفت او د ځينو نورونه کرکه پيدا کېدل قدرتى او فطرى امر وي.

پر توره تياره کښې ائينه ړنده وي نه څوک  ويني او نه يې څوک وينې خو د تېرو پر کومې کښې رڼا پټه وي فرض دا چې پر نظريو دوام مومي او قامونه پر نظريو ژوندى وى د افغان ملت زلمې يوه ملى فريضه لري چې پر خپل ملت کښې علمې او نظرياتي انقلاب راولي ننې دنيا په علم او هنر ولاړه ده خو هر کله چې علم و هنر د ظالم او بداخلاقه قوتونه پر لاسو کښې دى نو هغه قوتونه پر دنيا کښې د فساد موجب شوي دې نن د هغوى د لاسه دنيا قصاب خانه ده قتلونه دى مرګونه دى لوټ مار دى د زړو  خانى ده نه قانون شته نه عدل شته نه حق شته نه انصاف شته کوم فرد چى د يو ملت په طافت   قوي شي نو بيا ترې نه د ځنګل ځناور جوړ شي د قامونو ژوند په سولى کړى امن تاله کړي، خپل اولس هم تباه کړي بدنام يې کړئ او نورو قامونو ته هم دوزخ جوړ کړي ځکه زه وايم چې د اسماني هداياتو په رڼا کښې د علم او هنر حصول او د امن او خوشالۍ دپاره بيا دغه علم او هنر استعمالول  د انسانيت خاصه ده پردې طمع لرو چې د وطن زلمې پر خپل خوږ ملت او خوږه ژبه ژوندې سياله او هسکه ساتي ورسره خپل قامې وسائل پرخپل تصرف کښې اخېستل سره سره د خپل اولس د اختيار قائمول اولينه پښتنې فريضه ده دې سره خيانت ملي خيانت دې راځي يو غږ او يو اواز شو د يو نوى شکلې سباون پر خاطر چې خېبر ، شمشاد، سپين غر او لواغر يو ځل بيا پر نارو شي او د ترانى  پرى شي اباسين ازاد شو او وطن سيال شو امو مست شو يو ځل بيا باختر پر افق بيرغ پر رپيدو شو ملي  سندرى د رباب پر تارو پر ترانې شوې وطن اباد شو ځلاند شو خوشال شو خائن تل دپاره رسوا  او برباد شو.

 

د وطن زخــــــم لـــــږ ليمو تـــــه درنږدي که

چې دې کڅې لږ د پت پر وينو سور شي