(ډاکټر تاج محمد)

 سياسي ايکبيکوالې ( جمود) څه ته وائي دا هغه عمل دې چې په ټولنه قوم او هېواد کښې مثبت  وده او پرمختګ په ټپه ودريږي کشالې او ستونځې راولاړې شي او له منځه وړل يې د وګړو دپاره ګران شي اولسي سياسي مشران او پوهان په دې لړ کښې څۀ نظر لري، څوک څه ليدلې شي او څۀ درکولې شي، څه پريږدي او څه ترې پاتي کېږي؟ په رښتيا چې ډير توپير به ولري او که څنګه؟

سياستدان چې ريښتني اولسي بڼۀ ولري نه چې په ګمله کښې پالل شوې وى په دې لړ کښې به ټول اړخېز درېز ولري، چې د خپل هېواد اولس سياسي، معاشي، اقتصادي، سماجي  تاريخي ملي او نړيوال ائينه دار وي، سياسي  جمود په يو هېواد او اولس څه بدې اغېزى لري او کومو بدبختو او کشالو سره  يې مخ وي.

په ټولنه کښې سياسي جمود د ټولنې معاشي اقتصادي سماجې او اجتماعي ستونځې راولاړه وي چې اولس يې د له منځه وړلو توان نه لري، او ورو ورو ټولنه  (قوم) مفلوج کړي او د استعماري سامراج او استحصال کوونکى په رحم و کرم شي يعنې هيواد (قوم) ټولنه مفلوج  شي خپل واک اختيار او حاکميت او ملي تشخص د لاسه ورکړي او د بدبختې او بدمرغۍ سره مخ شي او جنګ يې درشل او نغرى ته راشي او کله چې  سودا نغرى ته راغله نو ورور وژنه او کور نړيدنه پيل شي چې مونږ خپلې ټولنې او چاپيريال ته زير شو او وګورو چې موږ سره څه روان دي او موږ څۀ کوو .

په پښتانو کښې سياسي جمود يو مصنوعي عمل دي خو عوامل يې رښتوني دي.

يويشتمه پيړۍ ده پښتانه د نړيوال سامراجي استعمار او پنجابي استعمار تر ناورانې لاندې د تاريخ په بد پړاو کښې ښکيل  دې چې د تاريخ لوى جبر دى په پښتانو کښې سياسي جمود چا، څنګه او ولې رامنځ ته کړو، په دغه ناشونې او ناولى کار کښې د پښتانو سياسي او اولسي مشرانو څه کردار ولوبولو او بايد څه کردار يې لوبولى وې اوس د دغه ناورين څخه د وتلو دپاره څۀ پکار دي چې د مهذبې نړۍ په مرسته او لارښودنې پنجابې استعمار يې په وړاندې بيايي او روزنه او څارنه يې کوي. چې خپل تسلط ته دوام ورکړي. د تش په نامه نړيوال مهذب، جمهوري او د انساني حقونو علمبردار ،  په رښتيا سره د ملکونو او قومونو د تاريخ، جغرافيي حقونو او وسائلو استحصال کوي.

د دې ناولې او نشونې کار دپاره جاسوسان په پيسو اخلي چې  ډېر د بې کلتوې  په ټکو ياد شي د دغو جاسوسانو په مرسته بې علمه او ناپوهه اولس د خپلو شومو دسيسيو  دپاره په کار راولي چې انسانيت ته لوى خيانت دى. دغه کار دښمن په پښتانو کښې ډير په اسانه وړاندې بيايي. د پښتو مائل  دى چې سخ   دى د نادان چې ه په سود دى نه په زيان ، ځکه چې مذهب د پښتون  خوګه ګوته ده او پيسې يې لويه کمزورى ده . يعنې د مذهب په نامه او پيسو پښتون خپل ورور وژني ، خپل کور ورانوي، خپل ننګ ناموس تاريخ واک او امن تاله ترغه کوي چې د ناپوهۍ وروستى پړاو  دى د نړې قوتونه چې د ازادي، جمهوريت، انساني حقوقو سورې وهى هم  دوى په پښتنو کښې سياسي جمود  جوړ کړى دى او د خپلو ناړه  موخو دپاره يې  لر بر افغان ويشلى او تيت و پرک کړې دى . د ترهګرى له منځۀ وړلو تر نامى لاندې پښتون قوم زوروي او استحصال يې کوي.، ولې په اصل کښې ترهګر روزل کېږي او ترهګرې  په وړاندې بيا يې په هر ځاى کښې دغو نړيوالو واک ورکړى چې روزنه، پالنه درملنه او ساتنه يې کوي.

د نړېوالى ورورولى نه غوښتنه کوو چې نور دې نړيوال سامراج د مترقى خلکو ګوندونو او تنظيمونو مرسته وکړي او واک اختيار دې دوى ته وليږدوي هغه عوامل دې له منځ نه يوسي چې لر بر افغان يې د ستونځو او کشالو سره مخ کړي دى، چې انسانيت نړۍ او افغانانو ته ګټه ورسي.

نړيوال سامراج وايي چې د روس د وتلو نه وروستو موږ افغانستان يواځې پريښود نو ځکه  د کشالو او  ستونځو ښکار شو او نړۍ ته ګواښ  شو په دغه خبره کښې رښتياوالى نيشته او اوس افغانان پوهېدلى دې چې نړيوال سامراج د چا روزنه، پالنه ، درملنه  او ساتنه کوي. د وړومبى ورځي څخه پښتونخوا ملي عوامي پارټې او د پارټى  مشر او لوى لارښود ښاغلى محمود خان اڅکزى ټوله نړى خبره کړه چې په لر و بر  افغان کښې طالب او القاعده او  ترهګر نشته او دا دوي يا په بدلو نومونو پښتانه مه زوروى د دوى په ازادۍ، تاريخ او وسائلو تشخصي ډاګه مه اچوى او نړى ته يې  وويل چې د پاکستان جنرل نصير الله بابر په  ژار، اخبار، راډيو او تلويزيون نړۍ ته  وويل چې طالبان دوي جوړ کړي دى او نړيواله مرسته راته حاصله ده او په رسميت يې پيژنو.

پښتون اولس نړيوالو ته دا غوښتنه کوي چې دغه موخې چې نړيوال سامراج يې د  تشدد له لارې لاس ته راوړل غواړي،د رښتونې انسان دوسته سياست د لارې لاس ته راوړلى شي ، چې په لږ وخت او لږ خرڅ بې له زيانه به د پښتانو په ژوند او فکر کښې داسې بدلون راشي، چې د نړۍ او افغانانو په ګټه به وي او د ملکونو  خفيه ادارى دې نوره پښتون دښمنه پاليسي پرېږدي چې د انسانيت د تذليل څخه ونيول شي.

پښتانه اوس دې سوال سره مخ دي چې په پښتانو کښې به د اجتماعي ګټي، اجتماعي زمه وارئ، ودانۍ ملى تشخص ، شعور او احساس څنګه پيدا شي.

دې سوال ته بايد د پښتانو سياسي او اولس مشران ځواب ووايي او په پښتنو د لاندينو تپل شوو خبر و غم وخوري لکه چې:

١    _    په پښتنو کښې مصنوعي سياسي جمود.

٢   _    يويشتمه پيړۍ او د عقائدو د لارې د پښتنو زوريدنه اواستحصال

٣   _  د پښتنو واک جاهل او ظالم ته سپارل

٤   _   پښتون تيتدلى ويشلې ( تقسيم) ساتل

٥  _   پښتون ودى او پرمختګ ته نه پرېښودل

٦   _   د پښتنو ملي تشخص تاريخي جغرافيايي پر ځاى  کيدنه.

د نړيوال استحصال او استعمار له خوا پښتون ته د ور پيښ، بدبختو، کشالو، ستونځو ويشلي وجود ملي وحدت او تشخص دپاره څه پکار دي.

دغو غوښتنو او پوښتنو ته به  څنګه ځواب ووايي او د ناورين څخه د وتلو صلاحيت بۀ څنګه پيدا کړي. د پښتانو سياسي مشرانو اولسي مشرانو او پوهانو  دپاره لوى امتحان  دى چې دوى به څنګه له دغه ناورين څخه خپل قوم په برياليتوب اوباسي چې له کوره يې جنګ ورک شي، امن او سوکالي راشي او هېواد يې ودان شي، مضبوط خپلواک حکومت جوړ کړي او د اولس ملاتړ خوندى وساتي، او که نه دوى بۀ دغه صلاحيت ونه لري، او هر وخت به د پښتو له دغه  متل څخه ګټه پورته کوي لکه چې خړى اوبه ړانده کبان

د پښتنو  د پوهې خو دا حال دې چې دوى تپل شوو او جوړ کړى شو ډرامو ته د حقيقت   په سترګو ګوري ان تردې چې د بحث او تکرار  په وخت د يو بل وينى هم توى کړې او د   دغه تپل شوو ډرامو ملاتړ او د رښتونوالى هسې کوي او جاسوسان چې د پيسو او مراعاتو په بدل کښې دغه  ډرامه په وړاندې بيايي په ټولو  حوالو او کزيکو سره يې د رښتياوالى او برياليتوب نوره هسې کوي ولې په دې نه پوهيږي چې وخت راځي  چې  دى هم د د غه اور سوي نشې او پخپله هم د ډرامى ښکار شي دغسې ډرامى د تاريخ په اوږدو کښې دښمن هر وخت په پښتنو تپلې دې لکه د بېلګې په توګه، باجوړ، سوات بنير، دير او ټولې قبايلي سيمي او نورې د پښتانو سيمې

خبره په دې ولاړه ده چې پښتانه به څنګه په خپل سود او زيان پوه کړې شي او څنګه به د يوالى په لار روان کړى شي د پښتانو سياسي مشرانو ته پکار ده چې په  اروپا، امريکا، خليج کښې  مېشت پښتانه  وېښ کړي د  هغوى ترمنځ تړون پيدا کړي او هغوى دې ته وهڅول شي چې په کوم  ملک کښې چې مېشته دې د پښتانو د حقوقو غوښتنه وکړي او د دغو هېوادونو څخه د لاس وهنى غندنه او مخ  نيوى وکړي او د  د غو پښتنو په مرسته د پښتنو په ټاټوبي کښې پښتانه د يوالى پر لور روان کړي.

د افغان صيب شعر دى چې وايي:

وخت راغلى دې چې وکړو د خپل شتون خبره

افغانه د لر او بر  د پيوستون خبره

د دې دپاره پښتون  قوم بايد د داسې پښتون لارښود سياسي او اولسي مشر تر شا ودريږي چې ريښتونې پښتون وي په قوم هيواد او تاريخ ميين وي که پښتون قام دغه کار ونه کړي نو تاريخ او خپلو راتلونکو نسلونو ته به مخ توري وي او راتلونکي نسلونه بهيې هم غلامان وي. د تاريخ په اوږدو کښې  پښتنو تل د هېواد او تاريخ دپاره قربانئ ورکړي دي چې ډېر ورسره بلد او اموخته دي اوس د و خت غوښتنه ده چې پښتانه قرباني ورکړي او هغه دا چې د ريښتوني پښتون مشر ملاتړ وکړي او د هغه وينا او ښودنه عملي کړي  چې د پښتنو د يووالى او حاکميت سرچينه به وي.