پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغولو سېلاب يووړل لکه خلي

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما يې چې وي پلار نيکه وژلي

ستا لاسونو ته به هسې خلک ګوري
پرهرونه زما نه دي چا ليدلي

عجيبه ده محبوبا غېږه کښې غواړې
او لاسونه دې خپل شاته دي تړلي

ما په دار کړه چې منصور خلکو ته ياد شي
مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي