څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :

په هند کې د افغاني نوابانو په دوره کې فرهنگي فعاليتونو ته لنډه کتنه

          په هند کې د پښتنو سياسي واکمنۍ ډير لرغوني تاريخ لرى . د تاريخي منابعو له مخې په هند کې د پښتنو حاکميت د لسمې ميلادى پيړۍ په نيمايى کې د غزنويانو په دوره کې ټينگ شو ، د پښتنو سياسي حاکميت بيا د غوريانو ، لوديانو او شير شاه سورى او گورگانيانو تر دورې پورې دوام وکړ .

          په دې ليکنه کې په لومړى په هند کې د افغانى نوابانو د نوابيو په اړه او بيا په دې دوره کې په دغو نوابيو کې د فرهنگي فعاليتونو په اړه به معلومات وړاندې شي .

          د گورگانونيانو د سلسلى وروستۍ پاچاه اورنگ زيب په  ١٧٠٧ ز کال کې مړ شو . له همدې نيټې نه وروسته گورگانې امپراتورى د زوال او نابودۍ خواته روان شو او په هند کې مرکز حکومت پاى ته ورسيد او محلى واکمنۍ رامنځته شول . په دې مهال د هندوستان په ډيرو سيمو کې د پښتنو نوابانو واکمنۍ هم جوړ شو چې مهم يې د روهيلکهند ، رامپور ، بهوپال ، ټونک ، فرخ آباد ، دکن ، ميسور اوده او کرناتک نوابان دي .

          د هند په تاریخ کې د روهیلکهنډ د پښتنو نوابانو دوره د پښتنو د تاریخ یوه ځلانده دوره تېره شوې ده. په هند کې د روهیلکهنډ د نوابانو سلسله د پاني پت له جګړې نه مخکې پیل شوې و. د تاریخي شواهدو له مخې د روهیلکهنډ د نوابانو مشر او بنسټ ایښودونکى نواب علي محمد خان دی. « نواب علي خان د روهیلکهنډ د پښتني ریاست باني دی. دی زړه ور او عاقل سړی و … د هندوستان د روهیلکهنډ سیمې د پښتني ریاست دغه باني او دهغې سیمې د پښتنو مشر د خپلو نورو حربي سیاسي او اجتماعي مهارتونو او ښو خواصو تر څنګ د پښتو ژبې شاعر هم و».  (۱)

          د نواب حافظ رحمت خان له شهادت نه وروسته د روهیلکهنډ پراخه او آباده سیمه په مختلفو نوابیو باندې ووېشل شو . دا  وېش د انګریزانو او ګورګاني وزیر شجاع الدوله په پلان او پروګرام وشو. دوی په دې سیمه کې پښتانه مشران دې ته مجبور کړل چې له دوی سره تړونو نه لاسلیک کړي.

نواب فیض الله خان له ګورګاني وزیر شجاع الدوله سره د یو تړون له لاسلیک نه وروسته د رامپور سیمې د نواب په توګه وټاکل شو. په دې برخه کې میر غلام محمد غبار لیکي : «  به این صورت روهیله خراب، وزیر افغانی حافظ رحمت خان کشته وفیض الله خان مجبور به امضای معاهده یی با شجاع الدوله شد، و خود به نوابی کوچک از آن ولایت (رامپور) قانع گردید»(٢)  

څرنګه  چې په تېرو لیکنو کې څرګند شوه، چې په هند کې د وروستیو ګورګاني واکمنانو په دوره کې د هند په مختلفو برخو کې بېلا بېل حاکمیتونه او ریاستونه رامنځته شول. ددغو محلي حکومتونو له جملې څخه یو هم د بهوپال ریاست و. دا محلي حکومت د ۱۷۲۰زکال په شاوخوا کې د دوست محمد خان په واسطه جوړ او تر اوسه پورې په دې سیمه کې پښتنو په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې خپل حاکمیت ټېنګ ساتلی دی. په بهوپال کې د دوست محمد خان له خوا د پښتنو د حاکمیت دجوړېدو او ټېنګېدو په اړه صفیه حلیم لیکي : « په ۱۷۲۰زکال بهوپال د یوه کلي غوندې و او دې کې تقریباً زرو کسانو ژوند کاوه، خو دوست محمد خان په اسلام نګر کې اوسېده، ددې له لرغونې ماڼۍ سره جوخت هغه ځان له یوه ماڼۍ جوړه کړې وه، چې تراوسه پاتې ده.  (٣)                                                                                                                                                   

په هند کې د وروستیو ګورګاني واکمنانو په دوره کې د پښتنو په مستقلو ریاستونو کې یو هم د ټونک د نوابیو سلسله ده. په دې سیمه کې د پښتنو نوابانو حاکمیت له ۱۸۱۷ز کال نه پېل او تر ۱۹۴۸زکاله پورې دوام وکړ. په دې سیمه کې پښتنو او د هند نور قومونو د سولې او آرامۍ په فضا کې سره ژوند کولو. له همدې کبله په دې سیمه کې د نورو سیاسي، اقتصادي او تعلیمي پرمختګونو په څنګ کې علمي او فرهنګي پرمختګونه هم شوي دي. د ټونک د جغرافيايي موقعیت او د ټونک پښتنو نوابانو د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي خدمتونو او پرمختګونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي :« د هندوستان په هغو پښتنې ریاستونو کې چې پښتو ته په کې کار شوى دى، بل ریاست د ټونک دی. د هندوستان د پخواني جغرافيايي تقسیم له مخې ټونک د منځني هندوستان په راجپوتانه کې واقع و. شمال ته یې ګوالیار اوجنوب ته یې د بهوپال در یاست سیمه پرته وه، دغه پښتني ریاست په ۱۹۴۸زکال کې د هندوستان د راجستهان په ایالت کې مدغم او ټونک اوس ددغه ایالت یوه ضلعه ده.

په ټونک کې د پښتني ریاست باني امیر خان سالارزی دی، پلار یې محمد حیات نومېده،                                                                                                                                                                                 

د پښتنو نوابانو دغې کورنۍ هم د اسلامي او پښتنې فرهنګ له ودې سره زیاته مرسته کړې ده».(٤)  

د اتلسمې میلادې پیړۍ په پېل کې په هند کې د وروستیو ګورګاني واکمنانو په دوره کې دمرکزي دولت د نشتوالي له امله د هند په مختلفو سیمو کې خپلواک نوابان رامنځته شول.

ددغو نوابانو له جملې څخه یو هم د فرخ آباد د پښتنو نوابانو سلسله ده، چې د اتلسمې میلادي پېړۍ په پېل کې د فرخ آباد په سیمه کې د پښتنو له خوا رامنځته شوه. مخکې تردې چې ددغو پښتنو نوابانو په سیاسي فعالیتونو باندې څېړنه پېل کړم، لازم بولم چې د فرخ آباد د جغرافيايي موقعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم . اکاډیمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د فرخ آباد سیمه داسې معرفي کوي : «  په بهوج پور کې په ۱۱۲۶هـ ق کال ( ۱۷۱۴ز) کې پښتانه نواب محمد خان بنګښ یو ښار ودان کړو، چې د ډهلي د مغل پاچا فرخ سیر ( ۱۱۲۵- ۱۱۳۱هـ ق) د نامه په نسبت یې فرخ آباد نوم پر کېښود، فرخ آباد له دغې زمانې څخه تر ۱۲۷۳هـ ق ( ۱۸۵۶ز) کاله پورې یو سل او وه څلویښت کاله د بنګښو پښتنو د نوابۍ مرکز و، د پښتنو ددغه ښار په باب حدیقة الاقالیم مؤلف الله یار عثماني بلګرامي په ۱۱۹۵هـ ق کال کې داسې لیکلي دي :

 فرخ آباد نوی ښار دی، غضنفر جنګ نواب محمد خان بنګښ ودان کړی دی د ګنګا رود یې له شمال څخه د جنوب شرق خواته بهېږي، لوی او آباد ښار دی، هر څه په کې پیدا کېږي.

          د فرخ آباد د نوابۍ په سیمه کې غضنفر جنګ نواب محمد خان بنګښ پر فرخ آباد سربېره نور څو ښارونه هم ودان کړل. لکه قایم جنګ، محمد آباد، دریا ګنج او هلدیا ګنج، خدا ګنج، نبي ګنج، علي ګنج، کاس ګنج او یاقوت ګنج په نومونو ښارګوټي د غضنفر جنګ نواب محمد خان د حرمسراى ساتونکي یاقوت خان خواجه سرای جوړ کړى و، د فرخ آباد په دغو ټولو ښارونو کې اوس دغه دوه ښارونه پاتې دي : ۱ـ قایم جنګ ۲ـ کاس جنګ» (۴۴)  

         په هند کې د وروستیو ګورګاني واکمنانو دوره یوه بحراني دوره وه، په دې دوره کې د هند په سیاسي، اجتماعي او پوځي برخو کې ډېر تغیرات را منځته شول  وروستي ګورګاني پاچاهان د زوال خواته روان شو او انګریزان د هند پر ټولو برخو حاکم شول .

په دې بحراني او د سیاسي حوادثو نه په ډکه دوره کې په فرهنګي برخو کې ډېر پرمختګونه رامنځته شول. په هند کې پښتو شاعرۍ وده او پرمختګ وکړ پښتانه شاعران ورځ په ورځ د پرمختګ خواته روان شول. په دې دوره کې نوې مدرسې جوړې شوې، کتابونه تالیف او چاپ شول. ډېر کتابونه رامنځته شول په دې برخه کې به لومړی په دې دوره کې د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د فرهنګي فعالیتونو او د دوی په ژوند لیک باندې څېړنه ترسره شي، بیا به په دې دوره کې د مدرسو د جوړېدو او فعالیتونو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې شي. همدارنګه په دې دوره کې د کتابونو او کتابتونونو په اړه به هم څېړنه ترسره شي .

         په دې دوره کې پښتانه لیکوالان او شاعران د هند په مختلفو برخو کې په خپلو علمي او فرهنګي فعالیتونو باندې بوخت و. دغه لیکوالان نه یوازې په شعر ویلو او لیکلو بوخت وو، بلکې دوی د علم په نورو برخو لکه ژباړه او دیني مسایلو کې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي دي .

          ددې دورې مهم شاعران په لاندې ډول دې :

          نواب على محمد خان ، محمود خان ، مسکين ، سيد عبدالصمد پيرزاد ، نواب حافظ رحمت خان ، نواب محبت خان ، نواب الله يار خان ، نواب  افضل خان
عمر خيل ، نواب ارتضا خار ، مولوى دوست محمد خان .

          حافظ گل محمد مرغزى ، حليمه خټکه ، نواب محتشم خان ، نواب مستجاب خان، محمد سعادت يار خان ، مصطفى خان ، منصور خان مهر ، خان بهادر خان (معروف )، محمد سليمان خان ، گوهر رقم بى بى ، محمد عبدالرزاق ، پير معظم شاه ، نواب امداد حسين خان ، قاسم على خان اپريدى ، نواب غضنفر حسين خان ، ناصر خان بنگښ ، نواب شاه جهان بيگم ، مولوى دوست محمد ، عبدالصمد حافظ الپورى ، عبدالعظيم راڼى زى ، على اکبر اورکزى او نور . . . . 

          د وروستیو ګورګاني پاچاهانو په دوره کې دهند په مختلفو برخو کې د نورو علمي او فرهنګي چارو په څنګ کې د ښوونځیو او مدرسو دجوړولو په برخه کې لازم اقدامات شوي وو. په دې مهال د پښتنو نوابانو په سیمو او د هند په نورو سیمو کې نوې مدرسې او مکتوبه جوړ شول، په دې برخه کې په لومړی د پښتنو په سیمو کې ددغو ښوونځیو او مدرسو په اړه څېړنه وشي او بیا به د هند په نورو برخو کې ددغو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې شي .

سکندر بېګم چې د ۱۸۴۷ زکال نه تر ۱۸۶۸زکاله پورې د بهوپال د ریاست نوابه وه د نورو اقتصادي، سیاسي او قضايې پرمختګونو په څنګ کې يې دعلم، ادب، ښوونې او روزنې

په برخه کې هم د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.  « د تعلیم په ډګر کې یې نه یوازې د هلکانو اونجونو ښوونځي جوړ کړل، بلکې له یمن اوسعودي عربستان نه یې استادان او عالمان راوبلل، چې دنواب کورنۍ ښځو او سړو ته به یې د قرآن کریم اوحدیث نبوي درس ورکاوه. د استادانو د هستوګنې لپاره وړیا ځایونه جوړ شول او له دې پرته ورته مځکې او نغدې پېسې هم ورکول کېدې. د سکندر بېګم په امیرانو کې یو تن مولوي جمال الدین نومېده چې د هغې د لور شاه جهان بیګم اتالیق و، په دې دوره کې د بهوپال رسمي ژبه د فارسي په ځای اردو وټاکل شوه».(٥)  

نواب حافظ رحمت خان چې د روهیلکهنډ دنوابانو یو نامتو نواب و، له ۱۷۶۲زکال نه تر ۱۷۷۴زکاله پورې په روهیلکهنډ کې د نورو خدمتونو په څنګ کې د علم، ادب، ښوونې او روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه سرته رسولي دي. په روهیلکهنډ کې د نواب حافظ رحمت خان د حاکمیت په وخت کې د ښوونې او روزنې مدرسې او مکتوبونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي : « حافظ رحمت خان یو غوره، پوه او متین پښتون و ده له علم او پوهې سره زیاته مینه درلوده له همدې کبله یې د علماوو او زده کوونکو ډېر زیات احترام کاوه پوهان یې زیات خوښېدل دده په وخت کې په روهیلکهنډ کې پنځه زره علماء او پوهان په جوماتونو او سرکاري مدرسو کې په درس ورکولو بوخت وو.

زده کوونکو ته د ټولو دورو کتابونو په وړیا توګه ورکول کېدل د دوی دخوراک او هستوګنې ټول مصارف هم د روهیله پښتنو د حکومت له خوا تیارېدل پر دې سربېره سل روپۍ به دجیب خرڅ په توګه هم ورکول کېدې. کوم زده کوونکي به چې له درس نه فارغ او لوست به یې سرته ورسوه نو دوی به ټول د حافظ رحمت خان ترمخ تېرېدل او احترام به یې پر ځای کاوه. ټولو ته به د حافظ رحمت خان له خوا بلنه ورکول کېده په مختلفو کارونو به گومارل کېدل. دى پر زده کوونکو ډېر مهربان و، دوی به یې ډېر نازول ان تردې پورې چې یوه ورځ زده کوونکي د دوه زرو روپیو د ضرورت اوغوښتنې عریضه ورته ورکړه حافظ رحمت خان ورته ولیکل، چې ور دې کړای شي. زده کوونکي چې د دوه زره روپیو امر په دومره آسانۍ سره ترلاسه کول ولېدل نو یې حافظ صاحب ته وویل، چې زما خو پنځه زره روپۍ په کار دي، ده ورته وویل چې تا خو د دوو زرو روپیو غوښتنه کړې وه، زده کوونکي ورته وویل : «زه په خپله عریضه پېښمانه یم، ماته د پنځو زرو روپیو امر راکړه» حافظ رحمت خان د پنځو زرو روپیو ونه منله پورته شو چې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(٥)صفيه حليم ، بهوپال – د هندوستان پښتانه ، (٦٦ مخ) .
 

دننه ولاړ شي زده کوونکى زړه ور شو له لمنې نه یې را ونیو او ورته یې وویل چې په دغه عریضه باندې د پنځو زرو روپیو امر راکړه، حافظ رحمت خان وخندل کېښناست او د پنځو زرو روپیو امر یې ورکړ».(٦)   

په هندوستان کې د رامپور ریاست د پښتنو نوابانو یو مهم ریاست و، په دې سیمه کې د نورو اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په څنګ کې د علم او فرهنګ د ودې او پرمختګ لپاره هم د قدر وړ خدمتونه ترسره شوې دي. ددې سیمې دعلمي مرکزونو له جملې څخه د رامپور عالي مدرسه ده. په دې سیمه کې د رامپور د مدرسې او نورو مدرسو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « د رامپور په عاليه مدرسه کې ډېرو پښتنو علماوو او طالبانو د زده کړې او تدریس چارې سرته رسولې دي.

ابوالحسات ندوي لیکلي دي : ( مولانا بحر العلوم، نواب فیض اله خان رامپور ته را وغوښت او د مدرسه عالیۀ رامپور سر مدرس یې مقرر کا مولانا هورې پنځه کاله په تدریس بوخت و. دا مدرسه تر اوسه شته ده د هندوستان دوهم مشهور عالم ملا حسن هم تر یوه وخته د رامپور په مدرسه عالیه کې مدرس و، او ددغو بزرګانو د فیض له برکته دلته د تعلیم او تعلم بازار ډېر تود و...) په رامپور کې نور مدارس هم وو او شته چې په دغو ټولو مدرسو کې د رامپور پښتنو او په بېلا بېلو زمانو کې له روه او افغانستان نه راغلو پښتنو د تعلیم اوتعلم چارې ترسره کړې دي».(٧)   

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندېږي چې په هغه زمانه کې د ډېرو سیاسي، پوځي او اقتصادي ستونزو په څنګ کې د علم د پرمختګ لپاره منظم او باقاعده پروګرامونه موجود و او د ښوونځیو او مدرسو د جوړولو او پرمختګ په چارو کې د سیمې د چارواکو پاملرنه ډېره وه همدارنګه په هغه زمانه کې د ښوونځیو او مکتوبونو د فارغانو لپاره ښې دندې په پام کې نیول شوې وې .

 

په دې دوره کې د نورو فرهنګي فعالیتونو په څنګ کې د کتابتونونو جوړولو ته هم جدې پاملرنه موجوده وه. د هند په ټولو برخو په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمو کې ډېر کتابتونونه موجود و. په دې برخه کې د پښتنو په سیمو کې د ځنیو کتابتونونو یادونه کېږي . نواب حافظ رحمت خان چې یو لیکوال اوعالم سړی و د لیکوالو او شاعرانو د روزلو او پاللو تر څنګ يې د کتابونو د ساتنې لپاره هم د قدر وړ خدمتونه کړي دي.  هغه یو لوی کتابتون جوړ کړى و، چې ددې کتابتون په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي : « د نواب حافظ رحمت خان کتابتون : دهند په نوابانو کې نواب حافظ رحمت خان یو عالم او فاضل شخص و، هغه دعلم د ودې او پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه وکړل ددغو خدمتونو په لړ کې يې یو لوی کتابتون هم جوړ کړی و. څېړنوال عبدالرحیم ځدران د معتبرو منابعو په استناد ددې کتابتون په اړه لیکي :  «حافظ رحمت خان ډېر کتابونه درلودل او یو غوره ډکه کتابخانه یې وه. الله بخش یوسفي لیکي چې مسټر برګ وايي چې حافظ رحمت خان په روهیله مشرانو کې تر ټولو څرګند حیثیت لري. دى د خپل وخت توریالى انسان، عالم او له علم او پوهې سره یې پوره مینه درلوده.

دی د اشعارو دیوان لري په پښتو او فارسي کې یې بې تکلیفه لیکنې کولې، ده څو کتابونه لیکلي دي. دحافظ رحمت خان د کتابخانې په برخه کې مسټر سپربخر لیکي چې د نوموړي کتابونه په څلوېښتو صندوقونو کې بند او ډېر نادر کتابونه وو. دغه کمیا به خزانه شجاع الدوله له ځان سره یوړه وروسته بیا لکهنو ته واستول شول خو د ۱۸۵۸زکال د هند د آزادۍ لپاره د هند د خلکو له هڅو اوجګړو نه وروسته یې څه پته ونه لګېده ددغو کتابونو ځینې ټوکونه په انفرادي توګه د ځینو خلکو په لاس کې و. خو په ځینو باندې یې د لندن کتابخانې ښکلې شوې. ښاغلي عبدالحليم اثر دحافظ رحمت خان د کتابونو په باب داسې لیکي : د حافظ رحمت خان د کورنۍ یو څو صندوقه کتابونه چې د پښتو ژبې له قلمي کتابونو نه ډک وو، په مال غنمیت کې انګریزي پوح ته په لاس ورغلي وو، دغه کتابونه بیا د میجر راورټي لاس ته ورغلل ددغو کتابونو حال راورټي او ناروژي ختيځ پيژندونکى مارګن سټرن دواړو بیان کړي دي. مارګن سټرن لیکي چې دا په شمار څلوېښت صندوقه وو چې اکثره یې دلکهنو په اړو دوړ کې ضایع شول.(٨)

          په دې دوره کې د پښتنو نوابانو نوابيو کې نور مهم کتابتونونه د رضا کتابتون او د خدا بخش کتابتون و .

په هند کې د (۱۷۶۱ – ۱۸۵۷ز) کلونو په منځ کې د نورو علمي او فرهنګي پرمختګونو په څنګ کې ډېر علمي، ادبي او دیني کتابونه تالیف او چاپ شول، چې ددې کتابونو په واسطه لا تر اوسه پورې پوهان د سیمې د تاریخ، ادبیاتو، حوادثو او واقعاتو د روښانتیا لپاره ګټه اخلي په دې دوره کې په زرګونو کتابونه په پښتو، پارسي، اردو او انګلیسي ژبو یا لیکل شوي او یا چاپ شوي دي .

          په دې دوره کې مهم کتابونه ته په لاندې ډول دي :

          تواريخ حافظ رحمت خان ، گلستان رحمت ، حيات حافظ رحمت خان ، د نواب محبت خان فارسى ديوان ، عجايب اللغات ، خلاصة العجايب ، د نواب حافظ رحمت 

  

   (٨) پورتنۍ اثر، (۴۰مخ)

 خان پښتو ديوان ، اسرار محبت ، ديوان ريخته ويا رياض المحبت ، تواريخ افاغنه او نور . . . .

          په هند کې د پښتنو نوابانو په دوره کې ډير فرهنگي فعاليتونه تر سره شوي دي ، په هغه زمانه کې د چاپ وسايل دومره پرمختگ نه وکړى له همدې کبله د هغه زمانى آثار او کتابونه زياتره قلمى کتابونه و ، ددغه قلمى آثارو يوه برخه د حوادثو او والقعاتو له امله له مينځه لاړ او پاتى برخه يې د هند او نړۍ په موزيمونو او ارشيفونو او کتابتونونو کې خويندى دى . په دې برخه کې د افغانستان د ليکوالو او محققينو دنده ده چې دغه ادبى او تاريخى آثار ټولنې ته وړاندې کړى تر څو چې ددې دورى تاريخ ، ادبى او فرهنگى فعاليتونه لا روښانه شي .

  

منابع او ماخذونه

          (۱) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، شرکت پرنټنګ پرس لاهور، ۱۳۷۳هـ ل ، (۲۸۸مخ).

      (٢) میرغلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، کابل، ۱۳۸۴هـ ش، ( ص ۴۱۹).

          (٣) صفیه حلیم، بهوپال، د هندوستان پښتانه، سالنګ کتاب خپروونکي، کابل، ۱۳۸۷هـ ل، (۲۰مخ).

       (٤) څېړنپوه زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاونه، ( ۴۵۱- ۴۵۲مخونه).

         (٦) څېړنوال عبدالرحیم ځدراڼ، روهیله پښتانه، (۳۶مخ).

        (٧) سرمحقق زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه ، ( ۴۴۲مخ).

          (٨) پورتنۍ اثر، (۴۰مخ) .

 

 

 


  (۱) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، شرکت پرنټنګ پرس لاهور، ۱۳۷۳هـ ل ، (۲۸۸مخ).

  (٢) میرغلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، کابل، ۱۳۸۴هـ ش، ( ص ۴۱۹).

(٣) صفیه حلیم، بهوپال، د هندوستان پښتانه، سالنګ کتاب خپروونکي، کابل، ۱۳۸۷هـ ل، (۲۰مخ).

 

  (٤) څېړنپوه زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاونه، ( ۴۵۱- ۴۵۲مخونه).

  (٦) څېړنوال عبدالرحیم ځدراڼ، روهیله پښتانه، (۳۶مخ).

  (٧) سرمحقق زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه ، ( ۴۴۲مخ).