څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :
د پېړيو په بهير کې د وريښمود
لارې سوله ييز حالت
د وريښمو لاره چې د سويلې آسيا هيوادونه له اروپايي هيوادونو سره نښلوي د ډيرې لرغوني زمانې نه تر اوسه پورې خپل تجارتي او ترانزيتي اهميت له لاسه نه دي ورکړى . د تاريخ په ټولو دورو کې دغه مهمه لاره د تجارتى کاوانونو د تگ را تگ شاهد و .
په دې مقاله کې د ميلاد نه ٢٢٥ کاله وړاندې دورې نه تر ننه پورې ددې لارې د تجارتي ترانزيتي او سوله ييز اهميت په اړه بۀ څېړنه تر سره شي او په دې اړه بۀ لازم تحليلونه او تبصرى وړاندې شي . په افغانستان کې د سکندر مقدوني د مرگ نه وروسته د هغه لويه امپراتوري د هغه د قومندانانو ترمنځ تجزيه شو و په افغانستان کې د سيمې خلکو او يونانيانو په گډه يو حکومت جوړ کړ ، چې په تاريخ کې د يونان و بآخترى دولت په نوم ياديږي . نوموړى دولت د ٢٥٠ ق م کال نه پيل او تر ١٣٥ ق م کاله پورې دوام وکړ . د يونان و باخترى پاچاهانو د حاکميت په سل کلنه دوره کې افغانستان د جنوبي آسيا ، اروپا او افريقا تر منځ د وصل د يو کړۍ په حيث خپل تجارتي او ترانزيتي اهميت ساتلي وو .
(( د يونان و باخترى د باچاهانو د واکمنۍ پر مهال تجارت او د پيسو راکړه وکړه ډير پرمختگ کړى و . آباد ښارونه موجود وو ، د سرو زرو ، سپينو زرو او نکلو سکې رواج درلود . د افغانستان په بازارونو کې د وريښمو ټوکرانو مختلف ډولونه ، ململ ، دوا ، شيرني باب ، فلزي ، نقره يي او مسي سامانونه ، جواهرات او نور خرڅيدل . د چين پر لور تجارتي او ترانزيتي لارې د بدخشان او واخان د لارى نه د چين يار کند سيمې ته غزيدلي وو ، بله لاره د منځنۍ آسيا د فرغانې نه د چين تر کاشغره پورې وو . د چين او افغانستان تر منځ تجارتى اړيکې د قبل ميلاد د دوهمي پيړۍ نه پيل شوي وو . چين ته د افغانستان صادراتي مالونه زياتره قيمتي ډبرې او جواهرات و . او د چين څخه افغانستان ته وارداتي مالونه وريښم ، لاک ، د حيواناتو پوستکي ، او سپينه ، سره زر ، سپپين زراو نکل وو .
د افغانستان په لويديځه برخه کې تجارتي او ترانزيتي لاره د هرات او پارتيانه د ايران پر لور غزيدلي و . همدارنگه د جيحون سيند څخه د بيړي چلولو لپاره گټه اخستل کيده . ددې سيند نه بيړى د ارال بحيرى ته تلل او طبيعى کانال دغه بحيره د خزر بحيرى سره يو ځاى کول تجارتي بيړى د خزر يا کسپين د بحيري نه تورى بحيرى ته او د هغه ځاى نه اروپايى هيوادونو ته رسيدل .
د افغانستان په ختيځه برخه کې تجارتي او ترانزيتي لارې د افغانستان د شمالي ولاياتونونه د هندوکش د غرونو څخه تيريدل کاپيسا او کابل ته رسيدل د کابل نه ننگرهار او او پيښور ته او بيا د سند سيند ته رسيدل او په پاى کې هند او د سويلې آسيا نورو هيوادونو ته رسيدل . په دې ټولو تجارتي او ترانزيتي لارو کې ، لوى لوى تجارتي کاروانونه تگ را تگ کول او په ډيره آرامۍ سره ددې هيوادونو فرهنگ صنعت او عقايد سره يو ځاى کول . افغانستان ، چې ددې څلور لارې په مرکزى برخه کې موقعيت درلود د ټولونه ډيره په مدني او تهذبى راکړه ورکړه کې برخه درلود )) (١)
د پورتنيو معلوماتو نه څرگنديږي چې نژدى دونيم زره کاله پخوا د وريښمو لاره آسيايى اروپايي او افريقايي هيوادونو تر منځ د تجارت او ترانزيت په برخه کې خورا مهم اهميت درلود او د زمانې په تيريدو سره دغه ارزښت او اهميت نور هم ډير شوي دي .
د لومړى ميلادي پيړۍ په پيل په افغانستان او سيمه کې د کوشانيانو ستره امپراتورۍ جوړه شوه . د کوشانيانو د سلسلې يو نامتو او پياوړي پادشاه کوشان شاه نوميده . (( کوشان شاه د خپلې پاچاهۍ پر اوږده مهال وکړ اى شول چې د يوناني او پارتي پاچاهانو بقايا له منځه يوسى . د آريانا په ټوله خاوره کې خپل نفوذ ټينگ کړى او د افغانستان دخورا سترې امپراتورى بنسټ کيږدي . دى د ٧٨ ز کال په شاوخوا کې پر ٨٠ کلنۍ تر ٣٨ کالو پاچاهۍ وروسته مړ شوى دى . تر اوسه پورې يوازې دده راز راز مسي سکې پيدا شوي دي ، چې يونانى او خروشتي ليکنې لري )) (٢)
د کوشان شاه په ٣٨ کلنه واکمنۍ او د نورو کوشاني واکمنانو پر مهال په سيمه او نړۍ کې د کوشانې امپراتورۍ تر څنگ دوه نورې امپراتورۍ چې يو په اروپا کې د روم امپراتوۍ او بل په چين کې دهان امپراتورۍ موجود وو . ددې درى واړو امپراتوريو تر منځ د سولې يو فضا را منځته شوي وو . له همدې کبله په دې مهال د وريښمو د لارې پواسطه ددغو دريو امپراتوريو تر منځ ښه تجارت روان وو . (( دايو طبيعى خبره ده ، چې سوله او هغه سوله چې په يوه پراخه جغرافيايي سيمه کې تامين شي ، د تجارت او ترازيت لپاره ډيره گټوره ده . دغه سوله ييز حالت ډير مهم عامل و ، چې د کوشانيانو په دوره کې تجارت ته ډيره پراختيا ورکړل ، او د تجارتي مالونو د ترانزيت مسله يي ډيره آسانه کړل . کوشاني امپراتورۍ داسي جغرافيايي وضعيت درلود ، چې د چين امپراتورۍ او روم امپراتورۍ تر منځ ټولې ترانزيتى لارې د لرغونې آريانا يعنى د کوشاني امپراتورى د خاورې نه تيريدل . يوه لاره د باختر ، سغديان او فرغانې نه د چين خوا ته ، بله لاره د باختر ، باميان او کابل نه د هند خواته درېيمه لاره يې د بدخشان نه چين ، هند او کشمير پر لور غزيدلي وو )) (٣) .
(( د لرغوني افغانستان او په ځانگړي توگه د کوشاني امپراتورۍ پر مهال کابل ، کندهار او بلخ هغه دري ستر مرکزونه وه ، چې له هغو څخه به د وريښمو د لاري کاروانونه په پوره ډاډ او امن تيريدل . يوه هغه لاره وه چې د هند څخه پيل کيده او د کابل څخه تر تيريدو وروسته بلخ ته رسيدله ، بله هغه لاره چې له هند څخه پيل کيده او د کندهار نه تر تيريدو وروسته به د وريښمو د لاري پر سر د کوشاني امپراتورۍ ورستۍ تمځاي خوازرم کې د وريښمو نړيواله لاره تر پيکن او حتى ختيځ چين او جاپان پورې رسيدله . د لاري په اوږدو کې نور تم ځايونه هم وه ، چې په تاريخي متونو کې د رباط په نوم ياد شوي دي )) . (٤)
د کوشانيانو د دورې نه تر اوسه پورې چې سلگونه کلونه تير شوي دي ، د آسيا ، اروپا او افريقا تر منځ د تجارتي او ترانزيتي لارو اهميت او ارزښت پخپل ځاى پاتي شوى دى . د هغه زمانې نه تر اوسه پرې په دې سيمه کې چې د تجارت په برخه کې که کوم ځنډ يا ځنډ رامنځته شوى دى دا د جگړې موجوديت او د سولې نشتوالي وو .
پر لرغوني آريانا او په ځانگړې توگه د کوشاني پاچاهانو په دوره کې د تجارت او ترانزيت د پرمختگ يوازنۍ او ډير مهم عامل د سولې موجوديت و . اوس مهال د سولې د نشتوالى له امله په سيمه کې تجارتي او ترانزيتى پرمختگونه د تهديدنو سره مخامخ دي . په سيمه کې د تجارت او ترانزيت د پرمختگ او د وريښمو د نوى لارې د بيا جوړولو لپاره يوازنۍ او لومړنۍ شرط په سيمه کې د سولې راوستل دي . که په سيمه کې سوله رامنځته نشي نه يوازې دا چې تجارت او ترانزيت د گواښونو سره مخامخ کيږي ، بلکې په سيمه کې صنعتى ، زراعتى ، تهذيبى ، مدنى ، ملي ، فرهنگي او توريستى پرمختگونو ته هم ډير زيانونه رسيږي .
په اوسنۍ زمانه کې هم د وريښمو د لارې ترانزيتي ، ترانسپورتي او تجارتي اهميت لکه د پخوا په شان پر ځاى پاتي ده . د ٢٠١١ ز کال د دسمبر په مياشت کې د وريښمو د نوي لارې د بيا رغونى لپاره په نيويارک کې د افغانستان امريکا او جرمنى د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه غونډه کې خبرې اترې وکړې . د غونډې نه وروسته امريکايي لوړ پورې چارواکې خبريالانو نه ددې غونډې د اهميت په اړه داسى وويل (( افغانستان لکه پخوا غوندې د وريښمو د لارې په زړه کې پروت دى چې د آسيا او اروپا تجارتي لارى سره نښلوي او ډير اقتصادي او ترانزيتى اهميت لرى اوس مهال به دغه ترانزيتي لاره د اوسپني پټلى او د انرژۍ پايپ لين ترانزيتى لاره به وى . دغه امريکايي لوړ پورړې مقام زياته کړه چې ددغه ارمان د اوسيدو لپاره ضرورى دى چې په افغانستان کې امن ، ثباب او سوله ټينگ شي (٥) .
((د ٢٠١٠ ز کال په دسمبر کې د افغانستان ، پاکستان او ترکمنستان جمهورو رئيسانو او د هند د نقت او گانزو وزير د گاز د انتقال پايپ لين ( تاپى ) قرار د لاسليک کړ . ددغه پايپ لين طرح په ١٩٩٠ کال کې شوى وو )) (٦) .
ددې تړون د لاسليک نه تر اوسه پورې د نا مناسب، امنيتى حالاتو له امله ددغه تړون مواد عملى شوى نه دى . که په افغانستان او سيمه کې سوله او امنيت تامين نشي تر ډيرو کلنو پورې بۀ دغسي تړونونه نه عملي کيږي . له همدې کبله په افغانستان او سيمه کې د ترانسپورتي ، ترانزيتي او اقتصادي تاسيساتو د عملى کولو لپاره د ټولونه مخکې يو عمومي او سراسرى سولې ته اړتيا ليدل کيږي . که په افغانستان کې سوله ييز حالت رامنځته شي دا حالت يوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سيمې او نړۍ د هيوادونو لپاره حياتى اهميت لرى.
ماخذونه
(١) مير غلام محمد غبار ، افغانستان در مسير تاريخ ، بنگاه انتشارات ميوند . ١٣٨٧ ، کابل (٤٨ مخ ) .
(٢) پوهاند عبدالحى حبيبى ، د افغانستان لنډ تاريخ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٢ هـ ل ، ( ٧٠ مخ ) .
(٣) احمد على کهزاد ، تاريخ افغانستان ، جلد اول ، دوم و سوم ، بنگاه انتشارات ميوند ، کابل ١٣٨٧
هـ ش ، ( ٥٤ مخ ) .
(٤) پوهنوال رسول باورى ، لرغونى افغانستان ، اسد دانش مطبعه ، کابل ، ١٣٨٨ هـ ل کال ، (١٤٤ مخ ) .
(5)_ http://www.dw.de/
(6)_www.irdiplomacy.ir/fa/news/