څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

 

د گرجستان لنډ تاريخ

د ګرجستان د تمدن دوره دوه زره کاله د میلاد نه مخکې اټکل شوی دی کولخیدا لومړنې قومونه وو چې په ګرجستان کې ژوند کولو هغوي شپږ سوه کاله د میلاد نه مخکې د « کولخیس» یا « کولخیده» پادشاهي یې جوړه کړه، چې ددې دورې ښکلا او بډاینه د لرغونۍ یونان د نامتو شاعر هومر په شعرونو کې منعکس شوي دي. څلور سوه کاله د میلاد نه مخکې د ګرجستان په ختیځه برخه کې د «ایبریا» پادشاهي بنسټ کېښودل شو یونانیان او رومیان د کولخیس او ایبریا پر حکومتونو باندې برید وکړل په ۳۳۷زکال کې «میریان» د ایبریا پادشاه عیسوي دین ومنل او دغه دین دخپل هېواد د رسمي دین په توګه ومانه. په ۵۰۶زکال کې د ګرجستان کلیسا د روم د کلیسا څخه جلا شوه دغه جلا شوې کلیسا د تبلیسي په ښار کې وه او ورو ورو دغه ښار د ایبریا د حکومت په پلازمینه بدله شوه. ددې واقعیاتو نه وروسته د ایبریا او کولخیس پادشاهی سره یو ځای شوی او د ایران د ساساني دولت تر کنټرول لاندې راغلي او بیا وروسته د بیزانس امپراتورۍ پر دوی حاکمیت ترلاسه کړ د اوومې میلادي پېړۍ نه تر لسمې میلادي پېړۍ پورې په ګرجستان او د قفقاز په نورو برخو کې د عربانو بریدونه پېل شول او په همدې کلونو کې د اسلام مقدس دین په ګرجستان او قفقاز کې خپور شو د ۱۰۸۹زکال نه تر ۱۱۲۵ز کاله پورې د باګراتید د کورنۍ نه دوهم د اوید تبلیسي د مسلمانانو نه ونیول ملکه تامارا د ۱۱۸۴ز کال نه تر ۱۲۱۳زکاله پورې د ګرجستان ملکه وه او ددغې ملکې د حاکمیت په وخت کې ګرجستان د تمدن او پرمختګ اوج ته ورسید.

په دیارلسمه او څوارلسمه میلادي پېړۍ کې پر ګرجستان باندې د مغلو اوګوډ تیمور پرله پسې بریدونه پېل شول د مغلو او ګوډ تیمور بریدونو نه وروسته په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې ګرجستان په کوچنیو برخو باندې ووېشل شو.

د شپاړلسمې میلادي پېړۍ نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ پورې ګرجستان کله د ایران او کله د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې و د ایران د صفوي حکومت د زوال نه وروسته عثماني امپراتورۍ پر ګرجستان باندې په مکمله توګه حاکمیت ترلاسه کړل. وروسته د نادر شاه افشار په واسطه د عثماني دولت پوځو نه د ګرجستان څخه ووتل او دهغوي پر ځای د بارګراتید کورنۍ بیا حاکمیت ترلاسه کړو.

دوهم ایراکلي د باګراتید د کورنۍ غښتلی پادشاه د تزارې روسیې سره نژدې اړیکې ټېنګې کړي او په ۱۷۸۳زکال کې د تزارې روسیې امپراتور دوم کاترین سره یو تړون لاسلیک کړ چې ددې تړون په نتیجه کې ګرجستان د روسیې امپراتورۍ یوه برخه وګرځېده ددې تړون نه وروسته د ایران پاچا آقا محمد قاجار په ۱۷۹۵زکال کې پر ګرجستان باندې برید وکړ ددې برید نه وروسته لومړی الکساندر د تزارې روسیې امپراتور د ګرجستان ځینې برخې روسیې پورې وتړلي او په ۱۷۸۷ز کال کې په ټول ګرجستان کې د روسیې حاکمیت ټېنګ شو په ګرجستان کې د تزارې روسیې د حاکمیت پر ضد ګرجي نشنلستي غورځنګونه پېل شول او په ۱۸۹۳ز کال کې د ګرجستان سوسیال دموکرات ګوند جوړ شو.

په ۱۹۱۷زکال کې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته ګرجستانیان، آذربایجانیان او ارمنیان د استقلال د ترلاسه کولو په موخه یې یوه کمېټه جوړه کړه. (١)

ګرجستانیانو د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۱۸زکال کې خپله خپلواکي اعلان کړه خو د لینن سره پوځ دغه هېواد ونیوه او په ګرجستان کې یې شوروي ډوله اداره تېنګه کړه په ۱۹۲۲ زکال په مارچ کې په آذربایجان، ارمنستان او ګرجستان کې د ماورأ قفقاز په نوم یو فدراسیون جوړ شو په ۱۹۳۶زکال کې دغه فدراسیون منحل شو او ګرجستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت په نامه ونومول شو د همدې نېټې نه تر ۱۹۹۱زکاله پورې ګرجستان د شوروي اتحاد تر ادارې لاندې اداره کېده.(٢)

د ۱۹۹۱زکال د اپریل په نهمه نېټه ګرجستان د خپل استقلال اعلان وکړ او ګامساخوردیا د ګرجستان جمهوریت د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ۱۹۹۱زکال تر پایه پورې ګامساخوردیا په واک کې و د قومې اختلافاتو په نتیجه کې ګامساخوردیا د ګرجستان څخه وشړل شو او دهغه مخالفین د ۱۹۹۲زکال په جنوري کې واک ته ورسېدل او دوی یوه پوځي شورا جوړه کړه دغه شورا د همدې کال په مارچ کې لغوه شوه او د هغه پر ځای د دولتي دندو د سرته رسولو لپاره یو دولتي شورا جوړه شوه دغه دولتي شورا د پخوانۍ شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وروستي وزیر  « ادواردشواردنادزه» څخه هیله وکړه چې د ګرجستان رهبري په غاړه واخلي شورادنادزه د ۱۹۹۲ز کال په انتخاباتو کې د ګرجستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ګرجستان د سویلي اوسیتیا کورواکه جمهوریت چې په ۱۹۹۱زکال کې د خپلواکۍ اعلان کړی و په ۱۹۹۲ز کال کې د پارلمان په جوړېدو باندې پېل وکړ د دوی دغه کړنې د ګرجستان د مرکزي دولت د مخالفت سره مخامخ شو او د ګرجستان د سویلي اوسیتیا پر لور پوځونه مارش کړل له نیکه مرغه دغه اختلافات ژر حل شو او د مشترک المنافع د هېوادونو ۱۵۰۰ تنه وسله وال پوځ ددې امنیت یې ونیول او د ګرجستان پوځونه د ۱۹۹۲زکال په جولای کې د سویلي اوسیتیا څخه ووتل.

د ګرجستان جمهوریت د آبخازستان د کورواکه جمهوریت بیلتون غوښتونکي د ۱۹۹۲زکال په جولای کې دخپلواکۍ اعلان یې وکړ او د ګرجستان مرکزي دولت د امنیت د تأمین لپاره ۳۰۰ وسله وال پوځونه سیمې ته ولېږل. د ګرجستان د پوځونو او د ابخازیا د بیلتون پالو ترمنځ د ۱۹۹۳زکال تر اکتوبر پورې جګړې روانې وي او ددې جګړې په نتیجه کې نږدې دوه زره تنه ووژل شول. د ۱۹۹۳زکال د نومبر په وروستیو ورځو کې د ګرجستان د مرکزي دولت او د ابخازیا د بیلتون پالو ترمنځ خبرې اترې پېل شوې د ۱۹۹۴زکال په پېل کې د ګرجستان او روسیې ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو د همدې کال د اپریل په میاشت کې د ابخازیا د بیلتون پالو او د ګرجستان حکومت تر منځ په مسکو کې د سولې تړون لاسلیک شو.

په ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۵ز کلونو کې د ګرجستان اقتصادي وضعه ډېره خرابه شوه د سونګ موادو د نه رسېدو له امله د بریښنا کارخانې ودرېد او یو په بل پسې له کاره نه پاتې شول د تبلیسي په ښار کې برېښنا او اوبه بندې شوې د ۱۹۹۵زکال په اکتوبر د ګرجستان پارلمان د ګرجستان نوی اساسي قانون تصویب کړ او دهمدې کال په نومبر کې «ادوارد شوارد نادزه» د ګرجستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ.

کله چې په ۱۹۹۵زکال کې شوارد نادزه د ولسمشر په توګه اعلان شو د ګرجستان اقتصادي وضعه مخ په ښه کېدو شوه او نړیوال بانک حاضر شو ګرجستان سره مالي مرسته وکړي په ۱۹۹۷زکال په ګرجستان کې د اعدام جزا بنده شوه د ۱۹۹۹زکال په اکتوبر کې د ابخازیا بیلتون پالو د عمومي ریفرنډم  نه وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه چې د ګرجستان حکومت د سخت مخالفت سره مخامخ شو په ۱۹۹۹او ۲۰۰۰ز کلونو کې د روسیې او ګرجستان اړیکې خرابې شوې او روسیې ګرجستان په دې تورنه کړه  چې ګرجستان د چچین بیلتون پالو سره مرسته کوي.(٣)

د ۲۰۰۳زکال په نومبر کې د پارلماني انتخاباتو نه وروسته په ګرجستان کې سیاسي حالات خراب شول د ادوارد شوارد نادزه او د هغه د مخالفینو ترمنځ شخړې پېل شوې چې په نتیجه کې ولسمشر شواردنادزه مجبور شو چې خپله استعفا وړاندې کړي د ولسمشر استعفا ومنل شوه او د ګرجستان د پارلمان رئیس نینوبورژانادزه د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه اعلان شو د ۲۰۰۴زکال په جنوري کې بیا د جمهوري ریاست لپاره انتخابات ترسره شول په دې انتخاباتو کې میخائیل ساآکاشویلي د ګرجستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. (٤)

په ۲۰۰۴زکال کې د ګرجستان د ځواکونو او سویلي اوسیتیا د جنګیالو ترمنځ نښته رامنځته شوه د ګرجستان چارواکو غوښتل چې سوداګرۍ چارې منظمې کړي د روسیې او اوسیتیا ترمنځ چې کومه سوداګري کېده ګرجستان دا ناقانونه وبلله او دا ځل هم د تېر په څېر د سیمه ییزو اونړیوالو سپارښتنو او د روسیې او ګرجستان او اوسیتیايي سوله ساتو ځواکونو په ګډو هڅو وضعیت آرام شو. (٥)

د ګرجستان او سویلي اوسیتیا ترمنح بله جګړه د ۲۰۰۸زکال د اکتوبر په اتمه نېټه پېل شوه په دې جګړه کې روسیې د اوسیتیا دخلکو او په اوسیتیا کې د روسیې پوځونو په ملاتړ جګړه کې ګډون وکړ. په دې جګړه کې د روسیې پوځونو څخه پنځه تنه ووژل شول او نږدې دېرش تنه ټپیان شول د ګرجستاني منابعو له مخې په دې جګړه کې نږدې سل تنه ګرجي پوځیان هم وژل شوي دي. (٦)

د یوې اونۍ د شاوخوا جګړو په نتیجه کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ د فرانسې په منځګړتوب د سولې تړون لاسلیک شو. (٧)

له دې جګړې او شخړو وروسته تر ننه پورې د روسیې او ګرجستان ترمنځ خبرې اترې ترسره کېږي خو بیا هم ګډوډې موجوده ده ددې جګړې اصلي عوامل دادي چې روسیه غواړي، خپل نفوذ ته په شمالي قفقاز او په ځانګړې توګه په سویلي اوسیتیا او آبخازیا کې پراختیا ورکړي د روسیې او ګرجستان ترمنځ اختلافات او شخړي د تزارې روسیې له وختونو څخه پېل شوي دي چې تر اوس مهال پورې دوام لري. (٨)

اخځليکونه :

۱ـ ګیتاشناسي نوین کشورها، مهندس عباس جعفري، موسسه جغرافیايي و کارتوګرافي ګیتاشناسي، تهران، ۱۳۸۷هـ ش، ص ۳۶۸.

٢ـ احسان الله آرین زی، د نړۍ هېنداره، اسیا، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، ۱۳۸۲هـ ل، ۵۳۸مخ.

٣ـ ګیتاشناسي نوین کشورها، مهندس عباس جعفري، ص۳۶۹.

٤ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسي و بین المللی، تهران، تابستان، ۱۳۸۸ هـ ش، صفحه ۶۶.

٥ـ  مینا مسعوده نیکیار، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د قفقاز سیاسي او نظامي وضع، سیمه ییز مطالعات، ۱۳۸۷هـ ل کال، څلورمه ګڼه، ۱۴۴مخ.

٦ـ http://amirahmadian.com/1387/06/23/grorgi/

٧ـ www.Taand.com

٨ـ نیکیار،مینا مسعوده، د ګرجستان او روسیې اختلافات، سیمه ییز مطالعات، ۱۶مه ګڼه، ۱۳۸۸هـ ل کال، ۸۵مخ.