تذکرة الشعراء
د ((تذکرة الشعراء ، کتاب ليکوالان سراج الدين سعيد او مولوي صالح محمد هوتک دي . په دې کتاب کې د ١٩٤ تنو پخوانيو پښتنو شاعرانو د ژوند ليکونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي . ددې کتاب قلمي نسخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په آرشيف کې دى . دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار او څېړنپوه زلمى هيواد مل په زيار د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا چاپ شوو . ددې کتاب سريزه ، تدوين او يادوني د څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتگار لخوا او تعليقات يې چې د کتاب په پاى کې دى د څېړنپوه زلمى هيواد مل لخوا ترسره شوي دى . د سريزې په يوه برخه کې ددې کتاب د خطي نسخې په اړه داسي ليکل شوي دى : (دا خطي نسخه په ٢٩٣ پاڼو په سپين عادى کاغذ ليکل شوې ده . ليکنې د کاغذ په يو مخ دى او بل مخ يې سپين دى . ليک دود د څلويښت پنځوس کاله مخکې زمانې دى ، چې له اوسنۍ ليک دود سره ډير فرق لري . کتاب پخپله د مولفانو په قلم ليکل شوي دى . ځينې برخې يې په نسخ او ځينې يې په نستعليق دى چې نسخ يې د مولوي صالح محمد او نستعليق يې د سراج الدين سعيد په قلم دى . داسي ښکارى چې هر يو خپل کار په بيلو بيلو پاڼو کې اول په خپل قلم ليکلي دى ، او بيا يې په آخره کې سره ترتيب کړى او په يو مجلد کې کنډلي دى . پر کتاب د ليکلو نيټه نه دى ليکل شوې . اغلباً دا د ١٣٢٠ هـ ل کال د شاوخوا کار دى )) .
ددې کتاب په اړه زما وړانديز دا دى ، چې دا کتاب له سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا چاپ شي .