د خوشحال رباعيات
((د خوشحال خان خټک رباعيات)) په ١٣٤٩ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې د ادبياتو د څانگې لخوا په دولتي مطبعه کې په ((٢٩٩)) مخونو کې چاپ شوي دى . دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى او د هغه د همکارانو لخوا چاپ ته تيار شو . ددې کتاب په پاى کې پوهاند صديق الله رشتين پر کتاب باندې سريزه ليکلي دى . په دې سريزه کې د نورو مطالبو په څنگ کې د هغو کسانو په اړه چې ددې کتاب په ترتيبو لوکې برخه اخستي ده . داسي يادونه شوى ده : ((د خوشحال د رباعياتو د نقلولو کار په اول ځل د ادبياتو په څانگه کې د ښاغلى محمد اسماعيل سړبن له خوا سرته ورسيد، پس له هغه د ښاغلى بختانى ، ځدران، سړبن، حبيب الله اپريدى او شاه ولى صافى له خوا د نورو چاپى او قلمي نسخو سره مقابله شو او بيا د ښاغلى حفيظ الله او سړبن لخوا پاکنويس کړى شو)) .
08.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ميرزا عبدالرحيم رحيمى
((لومړى چاپ))
داکتاب دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار لخوا ليکلو شوى دى ،اوپه لومړى څل په ١٣٣٥ هـ ل کال کې دانجمن تاريخ لخوا په دولتى مطبصه کې په ٦٢ مخونوکې چاپ شوى دى .
ددى کتاب موضوعات د ميرزا عبدالرحيم رحيمى د ژونــــد او شعرونو په اړه دى . لـــــومـــــوړى کتـــــــاب سريـــــــزه او فهرست نلــــــــرى پ...
08.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
تذکرة الشعراء
د ((تذکرة الشعراء ، کتاب ليکوالان سراج الدين سعيد او مولوي صالح محمد هوتک دي . په دې کتاب کې د ١٩٤ تنو پخوانيو پښتنو شاعرانو د ژوند ليکونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي . ددې کتاب قلمي نسخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په آرشيف کې دى . دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار او څېړنپوه زلمى هيواد مل په زيار د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا چاپ شوو . ددې کت...