د عبدالله بختانى خدمتگار فراقنامه

                    ((فراقنامه)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار هغه کوچنۍ جيبي کتاب دى ، چې په ١٣٧٨ هـ ل کال کې د افغان مجاهد اطلاعاتي مرکز لخوا په پيښور کې چاپ شو . دا کتاب د سر نه تر پاى پورې يو منظوم اثر دى . د کتاب په پيل کې د مجاهد ولس مسئول مدير محمد حسن ولسمل لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . په دې برخه کې د نوموړى تقريظ يوه برخه وړاندې کوم :

          سرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار د خپل ژوندانه په اويا کلنى کې دا فراقنامه ليکلې ده . هغه په سختو ستونزمنو کلونو کښې هم پخپل هېواد کښې پاتې شوي دى او د لېرو او نژدې هېوادونو مهاجرت او مسافرت ته يې زړه نه دى ښه کړى .

          هغه وايي پروسږ کال د خپلو خپلوانو ، عزيزانو سره پخپل کورو کلى کې ځان راته يوازې ښکاره شو ، پخواني او اوسني ، مړه او ژوندي ، مقيم او مسافر ، مشران ، کشران او همزولى را ياد شول او د هغو په ياد دا فراقنامه جوړه شوه .

          دا شپيته څلوريزې دي هره يوه يې پخپل ځاى مستقله څلوريزه ده يو تربله سره ارتباط لري او د تسپو د دانو په شان يوه منظمه منظومه ترې جوړه شوې ده .

          د تقريظ نه وروسته د کتاب اصلى متن د لاندې څلوريزو سره پيل کيږى .

حسب حال

هېڅوک نه لرم د سات د تېرولو
هېڅوک نه لرم د شعر د اورولو
ورسره چه د زړه خواله وکړم نشته
هــېـــڅـــوک نـــــه لــــــرم د زړه د تـــشـــولـــــــــــو

 

هم ليکونکى يم د نظم هم لوستونکى
هم ويونکى يم او هم يې اورېدونکى
د تقريض و د تنقيد مې هېڅوک نشته
يــــم پخپـــــله د خپــــل شعــر کــره کتـــونکـــى

 

نه گپ شپ شته نه دېره او نه حجره
ټول وطن راته ښکارېږي هديره
چه جهان سره يې نشته روابط
تنــــــــــها نـــاست يمـــه پــه ځــانـــله جـــزيــــــــره

 

چه د زړه پر هر مې وگنډي يار نشته
تار وستن دارو ډاکټر پرستار نشته
ظاهر بينو ته بيخي روغ رمټ ښکارم
وايي : رنځ نشته ، درد نشته ، پرهار نشــــته

 

ياران ولاړل توور خاورو کښې بندي شول
يا په نورو پردو خاورو ريفوجي شول
د هغو په ياد زه اوښکې تويومه
پـــه هـــوا کښـــې د بهـــر چـــه هــوايي شــــــــول

          استاد عبدالله بختانى خدمتګار ددې منظومې په يوه برخه کې د خپلو يارانو او دوستانو نه د جدايي له امله شکايت کوى او داسي وايي :

ځينې ولاړل له وطنه سرگردان شول
در په دره لا لهنده او پرېشان شـــــــول
زه په کورو کلي پاته شوم يوازې
آواره رانــــــــه دوســـــــتان و عــــــزيزان شــول

 

ژوندى پايم د يارانو په خيالونو
د دوستانو آشنايانو په يادونو
رفيقان که بې پروا شي ، پروا نشته
يــــــــم خپـــــــــه د رقيبـــــــانو پـــه طنــــــــــــزونو

 

نه چاياد کړم اونه چا په خپل ليک ښاد کړم
مگر زه ورپسې تل آه و فرياد کړم
آشنا تير که له کوڅې او رنگ يې هېرکه
ځـــکه هېـــــــر ډېـــرو خوا خوږو د هيواد کـــړم

 

رب پوهېږي څه تېرېږي مې په زړه
د غم ورېځې راتاوېږي مې په زړه
ياد للمې پر گلونو بارانونه
يـــــا يـــادونـــه دي ورېــږي مـــــــــې پـــــــــه  زړه

 

شاعر زړه يم چا نيولى په سره اوريم
بختانيه ! د حميد غوندې په شور يــــم :
((سزاوار د هر ستم د هر پيغور يم
چـــــه مــې يــار پــه سفـر تللى زه په کور يــــم ))

          استاد خدمتگار د منظمومې په پاى کې د افغانستان د بد او خراب حالت نه خپله انديښنه څرگندوي او د افغانستان د آبادئ او د افغانانو د يو ځاى کيدو لپاره داسي دوعا کوي :

قلمرو د محبت مې ټول جهان دى
زه له ځايه خوزېدى نه شم ، ارمان دى !
دا تس نس ټوټې ټوټې آواره خلک
څنگه ټول په خپل مرکز شي؟-کــار مو وران دى

 

چېرته درومي؟ چېرته درومي ؟ چېرته درومي؟
دا ياغي ياغي توفان د سيند څپې
د هستئ په لوري ځي که د نيستئ ؟
د جـــــهان شــــــوې د افـــغان د سيــند څپـــې

 

که افغانه ! په وطن شوې سپېلنى
بيا به ته د هر ډگر شې لومړنى
څه چه غواړې پرې به واوړې ، اى زړگيه !
کــــــــه نـــه گــــــرځـــه سربــــدالــــه لېــــونــــــى

 

لويه خدايه ! توره شپه مو روڼ سهار کړه !
لويه خدايه ! دا وطن مو په قرار کړه !
لويه خدايه ! لويه خدايه ! لويه خدايه !
هــر افــغان د خـپلې خاورې خـــدمتگار کړه !