راز

(( راز )) د سرمحقق عبدالله بختانى د شعرونو دويمه مجموعه ده . دا شعرى مجموعه په ١٣٤٢ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا په دولتى مطبعه کې په ١٨٨ مخونو کې چاپ شوى دى .

          د (( راز )) په کتاب باندى ښاغلى گل پاچا الفت او ښاغلى قيام الدين خادم تقريضونه ليکلى دي . د ښاغلى گل پاچا الفت د تقريظ په يوه برخه کې داسى راغلى دى :  (( راز )) چې دښاغلى بختانى داشعارودوهمه برخه  ده زما خوښه شو .  او  ځنيې اشعار گې دډيرې ستا  ينې وړدى  دبختا نې  پسه  شعر  کښې ساده  گى ، روانى اوله  ژوند انه سره  ښه  ارتباط شته  ځکه يې  ښه گڼم  اوپه  ښه  نظر ورته گورم

          دبختانى اشعار ساده دى مگر دساده گانو له فکر او  فهم نه لوړدى بختانى پخپله  هم  خپلو  اشعار  وغوندې دى چه ظاهرى  لباس  اووضع گې نظر راښکو نکى نه  معلوميزى   مگرچا چه دده  په  باب  سمه مطا له کړيده  دده  اخلا قى  اوادبى شخصيت  ته  په  ښه  نظر گورى او قدرئى کوى .

         

          د راز د شعرى مجموعى يوه نمونه :

کرد گلو کړه!

( کرد گلو کړه چه  سېمه  دې  گلزار شى )
گل ته وخانده چه ژوند دې نو بهار شى
يه خپل ځان باندې قبول کړه زخمتونه
په راحت به دې بدل زحمت اوزيارشى
دسر وگلوله خيداسره به خاندى
دبلبلو دژړاسره چه يارشى
ابادۍ ته چه ئې مينه و ى په زړه کښې
توله مېنې به ئې جوړښه مر غزارشى
برکت يه حرکت کښې خاوندايښى
په لټى او تښلى کښې سړى خوارشى
دامې زده کړه دسرو گلوله سروياڼو
چه اغزى کرى په پښو کښې به ئې خارشى
بختائيه دبهار له رنگينو نه
رنگينـــــــه لــــــــکه بهــار ه دې  اشعارشـى

شکه – د ١٣٣٨ د حوت ٢١