د پښتو ټولنې رئيسان او غړي

          د پښتو ټولنې رئيسان او غړي د هغې رسالې نوم دى ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا په ١٣٤٦ هـ ل کال کې ليکل شوې ده . دغه رساله د کابل مجلې د ١٣٤٧ هـ ل کال په پنځمه گڼه کې چاپ شوې ده ، په دې رساله کې د پښتو ټولنې د رئيسانو لکه پوهاند عبدالحى حبيبى ، استاد عبدالرحمن پژواک، استاد عبدالرءوف بينوا، پوهاند صديق الله رښتين ، استاد گل پاچا الفت د ژوند او علمي فعاليتونو په اړه ، وروسته بيا د پښتو ټولنې د مرستيالاتو او په هغه مهال علمي غړو د ژوند او علمي فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي .