مرغلرې
مرغلرې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د منثورو اشعارو مجموعه ده، چې په ١٣٥١ هـ ل کال کې چاپ شوي دى . ددې کتاب مضامين د ١٣٥١ هـ ل کال نه مخکې ځانله ځانله د هيواد په جرايدو او مجلو کې چاپ شوي وو . ځينې ليکنې د ١٣٢٧ او ١٣٣١ کلونو پورې اړه لري . دا هغه کلونه دي چې د ويښ زلميانو غورځنگ نوى پيل شوي وو او ددې غورځنگ اهداف په منظومو او منثورو اشعارو او مقالو په ليکلو او نشرولو سره انعکاس پيدا کول .
د کتاب په پيل کې د کتاب د ليکوال لخوا سريزه وړاندې شوي ده . د سريزې په يوه برخه د هغه مهال د ادبي او سياسي بهير په اړه داسې معلومات وړاندې شوي دى :
د ويښ زلميانو د فعاليتونو په لړ کښې ادبي خدمتونو غوره برخه درلودله او په ملي ادبياتو کښې يې د وطن پالنې مضمون ډير قوي کړى او د ليکلو ښه فورم يې را ايستلي دي .
زما د وړو پارچو دا وړه مجموعه ، د ويښ زلمي ادب يوه وړه نمونه ده او زه به ډير خوښ شم چه که اوسنى نسل ترې څه گټه واخلى . دا پارچى مى د خپلو تېرو پنځه ويشتو کلونو د ادبي او انتقادي نثرونو له منځه را ايستلې او ټولې کړي دي او په ډيره مينه يې د افغان ، هيواد پال ، مترقي مبارز ، ويښ او زلمى نسل گرانو بچو ته وړاندي کوم .
د سريزى نه وروسته پردې کتاب باندې د استاد قيام الدين خادم لخوا يو تقريظ وړاندې شوي دى ، چې ځينې برخې يې دلته وړاندې کوم :
هغه په ياس کښې هم د هيلې لمن نه پرېږدي .
او د خداى د رحمت له دريا به مرغلرې را باسي .
دا څوک دى چه دومره نفيس او ظريف لگيا دى ؟
له سره روده ، د بختان د کلي . د پښتان له توکومه ، د افغان بچى ، د خداى بنده !
چه د ويښ زلميانو په نهضت کښې د بلبلو په ژبه گړيدلي .
او دا يې اشعار دى – ادبي ، اجتماعي او سياسي !
آه ! ننگرهار او ويښ زلميان ! !
دلته پښتونخوا ادې څونه ښاغلى مولود وزېږاوه ؟
که پريښودل شوي واى ، اوس به يې د ثريا سره لوبې کولاى ! ! !
وگورئ !
دا ادب اوس څوک بېرته ترشا کولى شى؟
که څه هم حاسدان او دښمنان ورته زرگونه پلمې جوړې کړى او بندونه يې مخې ته واچوى .
اې ويښه زلميه شاعره ! عبدالله بختانيه !
درته څومره خوښ دى –
دا زوړ ويښ زلمى :
قيام الدين خادم !
کابل – ١٤ د سرطان – ١٣٥١
ميوند واټ – خادم مېنه
د تقريظ نه وروسته د کتاب اصلى متن پيل کيږي . په دې برخه کې د کتاب د متن څخه يو موضوع چې سرليک يې ((منى)) دى وړاندې کيږي :
منى
دا وړى تودې ورځى تېرې شوې .
ژمى نژدى شو .
د گلانو د ښايست دوره تيره شوه
د بلبلانو نغمى نه اورو .
بوراگان نه وينو .
په باغ او بڼ کښې کراره کرارى ده
د سرو او شنو ننداره په زعفرانى منظره بدله شوه .
اوس د خزان موسم دى .
د زيړوالى وخت دى .
د ونو پاڼى ژيړې شوې او توييږى . . .
د خلکو رنگونه تبو او ناروغيو زيړ کړل . . .
د غريبانو مخونه ډير زيړ دى ځکه چه ژمى راځى . . .
د غريبانو مرگ راځى . .
څوک وايى : پر بلبلانو خزان بد تاثير لرى .
گلان رژوى ، د باغونو منظره خرابيږى او . . .
زه وايم : پر غريبانو خزان بد تاثير لرى .
غريبى ده او ژمى راځى . . .
هوا سړه شوه
کالى نشته .
رنځونه ډير دى .
دوا نشته .
ډوډئ نشته ، خس نشته ، تيل او مالگه . . .
نشته .
بى دردان په خزان کښې هم د خوښۍ سندرې وايى .
د درد خاوندان په بهار کښې هم دلته ژاړى .
او د خزان صحنه تمثيلوى .
ځکه چه د خلکو سرو کال خزان دى .
بهار او خزان پر هر چا بيل بيل تاثيرونه لرى .
زه د موسم په طبيعى خزان ، د نورو بلبلانو په څير خواشينى نه يم .
اوس هم خپلى غمجنى نغمى غبرگوم :
چه ژړوى مى ، هغه د اولس خزان دى ! !
آه ! اولسى بهاره !
ولى نه راځى ؟ ؟
کله به راځى ؟ ؟
دا کتاب ډېر پخوا يعنى نژدى څلويښت کاله مخکى چاپ شوي دى . په دې اړه زما وړانديز دا دى چې دا کتاب له سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ او يا د کوم بل علمي او فرهنگي مرکز لخوا چاپ شي .